مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-03-26   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

ولسمشر غني: له طالبانو واړندې باید له پاکستان سره سوله وشي

احمد فیصل
افغان ولسمشر اشرف غني چې د امریکا د سولې په انیستیتیوت کې یې وینا کوله وویل چې په افغانستان کې د سولې د راتګ لپاره سیمه ایزه همکاري ډیره مهمه ده اول باید د شخړې عوامل ولټول شي او بیا د سولې لپاره چوکاټ جوړ شي.غني وویل د پاکستان او افغانستان دولتونه باید یو بل د خودمختاره، مساوي او خپلواکه دولتونو په صفت ومني او باید له طالبانو وړاندي له پاکستان سره سوله وشي. ده زیاته کړه چې افغانستان په ریښتیني ډول د آسیا زړه دی او که چیرته په افغانستان کې ثبات نه وي،د سیمې هیڅ هیواد به امن نه وي.ولسمشر غني وویل، چین،روسیې او سیمې ټولو هیوادونو دا درک کړې ده چې په افغانستان کې سوله د ټولو په ګټه ده .دی وايي " آسیا ښایي د 250 کالونو وروسته یو ځل بیا په اقتصادي لحاظ تر ټولو ستره لویه وچه شي، خو باید ووایم چې دا کار په افغانستان کې د ثبات او امنیت پرته نشي کیدلی او تروریزم یوازې افغانستان ته نه بلکه د جنوبي آسیا اوچین په شمول د لویدیځې آسیا ټولو هیوادونو ته خطر دی.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery