مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-03-26   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

په پکتیکا کې د فرخندې د قاتلينو د محاکمې غوښتنه وشوه


محمدالله همت یار

د پکتیکا په ولایت کې د مدني ټولنو لسګونو ښځينه او نارينه استازو د يوې احتجاجي غونډې په جوړولو د فرخندې وژنه په سختو ټکو وغندله او د هغې د قاتلينو د محاکمې غوښتنه يې وکړه.
٢٧ کلنه فرخنده تېره اوونۍ د شاه دو شمشېره جومات مخې ته د يو شمېر کسانو له لوري له وهلو وروسته ووژل شوه او وروسته يې جسد هم وسوځول شو.
خلکو ادعا کوله، چې فرخندې قران کريم ته اور ورته کړى دى، خو د ارشاد، حج او اوقاو او کورنيو چارو وزارتونو چې د پېښې د څېړنې مسووليت پر غاړه لري، ويلي چې په دې سيمه کې د قران کريم د سوځولو هېڅ پېښه نه ده شوې.
د پکتیکا لسګونه ښځينه او نارينه د همدې پېښې د غندلو په موخه نن د دې ولایت د اطلاعاتو اوفرهنګ ریاست د غونډو په تالار کې سره رايوځاى شوي وو او د يوې احتجاجي غونډې په ترڅ کې يې د فرخندې د قاتلينو د نيولو او محاکمه کولو غوښتنه وکړه.
غونډې ته د ډاکټر لیلا په نوم یوې ښځینه ویناوالې په خپلو خبرو کې، د فرخندې وژنه له بېلابېلو اړخونو يوه ډېره دردوونکې پېښه وبلله، د لیلا په خبره چې له دين او ټولنيزو اخلاقو څخه ناخبرو د کوڅې او بازار جاهلانو قانون په خپل لاس کې واخيست، د اسلام له نوم څخه يې ناوړه استفاده وکړه او په همدې نوم يې يوه بې ګناه تور سرې په ډېر وحشت ووژله او بيا وسوځوله.
هغې، دغه پېښه د بشر او انساني کرامت د سپکاوي تر ټولو بې سارې بده پېښه ياده کړه او ويې ويل: ((اوس د ټولو هېوادوالو سترګې د اړوندو مسوولينو لوري ته دي، ترڅو عدالت تامين کړي.))
په غونډه کې د سواد مدني ټولني مشر محمدالله همت یار هم  په خپلو خبرو کې دا پیښه یوه لویه دردوونکي پیښه یاده کړه او له قضايي ارګانونو یې غوښتنه وکړه چې د هغې د قتل ټول عاملين باید په خپله سزا ورسوي، ترڅو په راتلونکي کې د داسي پیښو د پیښیدو مخنیوی وشي.
د ويلو ده، چې له دې وړاندې هم په کابل، جوزجان، کندوز، باميان، هرات، بلخ او يو شمېر نورو ولايتونو کې خلکو د لاريونونو په ترڅ کې د فرخندې وژنه په کلکه غندلې او عاملانو ته يې د سزا ورکولو غوښتنه کړې ده.

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery