مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-03-28   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

ګرانې فرخندې ته۰۰۰

رڼا خپلواک

 

 زه بخښنه تانه غواړم

 چه په لوی بازار رسوا شوې
 بی پنا شوې، تماشا شوې
 بیننګان درته راټول شول

 فرخندې درد دې را په سر شه

 ته په درد کښې ورانه ورانه
 لوی میدان کښې لالهانده
 ظالمان درته راټول شول

 خورې زه ستا له مخ نه جارشم

 چه په وینو وه لړلۍ
 په زاري او کریغهار وې
 جاهلان درته راټول شول

 زه شرمیږم ستا له سترګو

 په امید دې رغړولې
 دشیرځوان په تمه ناسته
 بزدلان درته راټول شول

 خورې قربان دې له حجابه

 په لوڅ سر یې ځغلولې
 نامحرمو ته وهلې
 شیطانان درته راټول شول

 نوۍ کال مو اوس ماتم دۍ

 انسانیت تا سره مړشو
 په تیارو کښې ته لمبه شوې
 عقدیان درته راټول شول

 خورې اوس روح دې ښاد غواړم

 صبر دردمن زړو ته غواړم
 چې دوۍ هر یو په جزا شي
 قاتلان درته را ټول شول


 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery