مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-03-28   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

دخلاصون پرلاره په ګډه فکر

معلم عبدالقیوم
افغانستان چی دافغانانو ګډ کور دی پدی خبره کی خو شک نسته ددی ګډ کور ساتل ،ابادول اوپرمختګ د هرافغا ن وظیفه او مسؤلیت دی. په خفګان سره چی پر دغه کوچنی ټوټه خاوره (افغنستان) باندی پراته اوسیدونکی یا په بل عبارت پدی کورکی ژوند کونکی افغانانو خپل مسؤلیت یا پیژندلۍ ندی اویا یی هیرکړیدۍ.
دنړۍ دنور انسانانو په شان چی دخپلو خلګو او خپلی خاوری دسمسورتیا سره مینه لری په موږکی هغسی دمینی اوصفات نه لیدل کیږی.
نو پکار داده چی افغان دوست هوښیار انسانان دخپلو خلګو دسر کوپړی تر مطالعی ،دقیقی څیړنی او غور لاندی ونیسی. څودا پیداکړی چی څنګه باید افغانان دجوړښت ،سمون،دوستی.محبت ،ورورګلوی او یووالی لاری ته راکش کړل سی اوکه داسی ونه کړو نو بیا پکار داده چی پرخپل غیرت (افغانی غیرت)دسره غوروکړی.
څه سوله هغه سپیڅلی زړونه ،پر وطن مینه زړونه چی هغوی به دخطرونو ډکو میدانوته سره په سیالۍ منډی وهلی.ولی اوس هغه پرله ایشیدونکی زړونه په سینوکی دپخوا پشان ټوپونه نه وهي؟
 لازمه خو داوه او داده چی پردی فکروسی په څه ډول خپله آزاده افغانی روح ددی تیاره اوبی پته ژوند له سخت ګیرو منګولوڅخه را خوشی کړو؟
 ولی خوشحالۍ وافغان ټاټوبی ته دراتلوڅخه نټه کړیده ؟
 هره ورځ کله یوځای او کله بل ځای چی دیوه وښکی وچی سوی نه وی دنورو اوښکی د وینوسره ګډی را وبهیږی.زموږپه هیواد کی دنورجهان پخلاف چی هلته په پسرلی کی بلبلان ریزونه کوی،زموږپه کورونوکی د یتیمانو کوکاری زړونه ریږدوی.
ولی ژوند په افغانانوپوری اورسوو اودهری خوانامیدۍ یی غړی ورتښتولی دی،ترڅوبه پرمځکه پړمخی لویدلی یو اوپه وټ وټ به ژاړو؟
 رښتیا ستاسی په غړوکی دونه توان نسته چی یوه ډېوه ولګوۍ؟ دکم پردی رحم او مهربانۍ ته په انتظار خپلی شپی سبا کوۍ؟
 دیووالی پرلور.
هغه چی په ګلوکی بیده وی= هغوی دبل په غم کی څه وی
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery