مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-03-29   مخپرونکئ : 090 - دبېنواخبریال -کابل

پوليسو ازاد خبريال احمدولي سرحدي وهلی ډبولی دی .

لودين
په زابل کي د زابل پريس کلب مشر او ازاد خبريال احمدولي سرحدي پوليسو وهلی او ډبولی دی . احمدولي سرحدي وايې ، چې تيره ورځ ناوخته پوليس د زابل په مرکز کلات کې د سولې غونډي ته ورغلل ، دی يې په موټر کې سپور کړ او د امنيه قوماندانۍ مخي ته په رسيدو سره يې ووهی او سپکي سپوري يې ورته وويلې . نوموړی وايي ، پوليسو ځکه دا کار وکړ ، چې تيره ورځ يې د هغه کس په اړه چې پوليسو شکنجه کړي وو راپور خپور کړی دی او پوليس په قهريدلي دي . د زابل امنيه قوماندان غلام سخي روغ ليونی اړيکي ته ځواب نه وايې او د امنيت امر غلام جيلاني فراهي له پيښي ناخبري ښيي . د زابل مرستيال والي مسعود بختور وايې ، چې په دې اړه يې څيړني پيل کړي دي او وروسته به رسنيو ته معلومات ورکړې . په سويل کې د خبريالانو د خونديتوب کميټې ، د نی ساحوي دفتر او ټولو خبريالانو پيښه په کلکو ټکو غندلې ده ، د خبريالانو څخه د ملاتړ سيمه ايزې ادارې د موضوع د بررسۍ دپاره لاس په کار سوي دي .
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery