نوموړي نن په کندهار کې ( په کندهار د خبريالانو د خونديتوب د ټولني ، د نی د ساحوي دفتر او کندهار پريس کلب ) په ګډه غونډه کې نور په زابل کې د دندي له تر سره کيدو انکار وکړ او غوښتنه يې وکړل چې د ده وهونکو پوليسو ته دي سزا ورکړل سوي .
په سويل کې ميشتو خبريالانو په زابل کې د دې ولايت د پوليسو له لوري د ې ولايت د پريس کلب د مشر احمدولي سرحدي وهل ډبول په سختو ټکو وغندل او دا يې د بيان د ازادۍ په وړاندي بريد وباله .
د زابل پريس کلب مشر او ازاد خبريال احمد ولي سرحدي وايې ، چې تيره ورځ ( شنبه ) مازيګر پنځه نيمي د زابل د امنيه قوماندانۍ پوليسو له کلات ښاره د امنيه قوماندانۍ مخي ته بوتلی او هلته د قرارګاه د قوماندان الله محمد او نورو پوليسو له لوري وډبول سو .
د سرحدي په وينا ، چې دده ډبول د پوليسو پر ضد د هغه راپور انګيزه ده ، چې ده تېره ورځ د هغه کس په اړه چې پوليسو شکنجه کړی وو خپور کړی دی .
سرحدي ادعا کوې چې پوليسو يو موبايل او ( ۲۵۰۰۰ ) افغانۍ هم ځيني اخستي دي او تر اوسه يې نه دي ورکړي .
نوموړي نن په کندهار کې ( په کندهار د خبريالانو د خونديتوب د ټولني ، د نی د ساحوي دفتر او کندهار پريس کلب ) په ګډه غونډه کې نور په زابل کې د دندي له تر سره کيدو انکار وکړ او غوښتنه يې وکړل چې د ده وهونکو پوليسو ته دي سزا ورکړل سوي .
سرحدي ادعا کوي ، چې دا يوه جوړه سوي دسيسه ده او د زابل امنيه قوماندان او نور چارواکي غواړي چې په دا ډول تهديدونو سره د بيان ازادي چوپه کړې او خپلي ګټي پکښي ولټوي .
د خبريالانو د خونديتوب د کميټې مشر احمد لودين ، د نی د ساحوي دفتر مشر عبدالسميع غيرتمل ، د کندهار پريس کلب مشر سيد سرور اماني ، ازاد خبريال جان محمد صالح او د هيواد راډيو ټلويزيون مشر صديق الله خليق په خپلو خبرو کې پر دا ډول پيښو انديښنه وښول او ورځ تر بلي يې د خبريالانو په وړاندي د ستونزو د زياتيدو يادونه وکړل .
دوی پر دولت ږغ وکړ چې د بيان ازادۍ ته خپله وفاداري ثابته کړي او نور د خبريالانو په وړاندي د تاوتريخوالي د زياتيدو څخه مخنيوی وکړي .
ويناوالو د سرحدي وهل ډبول د بيان د ازادۍ وهل ډبول وبلل او زياته يې کړه چې خبريالان د بيان د ازادۍ د پياوړتيا دپاره هر ډول قربانۍ ته تيار دي .
دوی د زابل د چارواکو وغوښتل چې د دې پيښي حقيقي څيړنه وکړي او وهونکو پوليسو ته سزا ورکړې .
په وينا يې د چې رسنيو د قانون څخه د خبريال د سرغړوني موضوع په سوله ايز ډول حل کيدلای سي او دا ډول چلندونه غيرقانوني او جرمونه دي .
د زابل مرستيال والي مسعور بختور وايې ، چې په پيښه کې ښکيل پوليس يې نظامي څارنوالۍ ته ور پيژتدلي او تحقيق ورڅخه دوام لري .
د زابل ، ارزګان او هلمند ولايتونو خبريالانو هم ورته غونډي کړي دي او له مرکزي دولت څخه د رسمي بخښني غوښتلو غوښتنه کړې ده .
دا په روان عيسوي کال کې ، په سويل کې د خبريالانو په وړاندي لمړۍ د تاوتريخوالي پيښه ده ، خو د تهديد او ګواښلو پيښي نژدې هره ورځ وي .