مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-03-31   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

د کندهار د صنعتي پارک ټولو فابریکو فعالیتونه درولي

احمد فیصل
سرچینه : همیانۍ ورځپاڼه
د برېښنا د نشتوالي له امله له تېرو څلورو ورځو راهیسې د کندهار سلګونه صنعتي فابریکې له فعالیته لوېدلې دي. د کندهار د صنعتکارانو یو پلاوی کابل ته راغلی چې د ستونزې د حل په موخه د امریکا د پراختیايي ادارې (USAID) او برېښنا شرکت چارواکو سره خبرې وکړي. کندهار اوبیزه برېښنا نه لري او هغه برېښنا چې د هلمند له کجکي بند څخه دغه ولایت ته لېږدول شوې، حتی د دولتي ادارو اړتیا نه شي پوره کولی. د امریکا پراختیايي ادارې ( یو.اېس.آی.ډي) په ۲۰۰۸ کال کې د برېښنا ریاست سره د یوه قرارد له مخې دوه جنراتورونه وپېرل چې د ۲۰ مېګاواټه برېښنا د تولید ظرفیت یې درلود. د شل مېګاواټه برېښنا له جملې لس مېګاواټه صنعتي پارکونو او لس یې ښار ته ورکړل شوې وه. د دې برېښنا قرارداد د ۲۰۱۴ کال په ډسمبر میاشت کې پای ته ورسېد، خو صنعتکارانو او د افغانستان برېښنا شرکت د امریکا پراختیايي ادارې ته وړاندیز وکړ چې دغه قرارداد د یوه کال لپاره نور هم تمدید کړي. د امریکا پراختيايي ادارې ژمنه کړې وه چې د روان ۲۰۱۵ کال تر پایه به د ډیزلي جنراتورونو د تېلو لګښت پر غاړه اخلي. برېښنا شرکت څو میاشتې مخکې د کندهار له صنعتکارانو سره ژمنه وکړه، چې د دې قرارداد تر پای رسېدو پورې به د شپږو میاشتو په موده کې دوی ته لمریزه برېښنا برابره کړي. د کندهار د صنعتکارانو د ټولنې مشر فضل احمد مشکانی وايي چې د ۲۰۱۵ کال تر ډسمبر میاشتې پورې د برېښنا شرکت او یو.اس.آی.ډي ترمنځ تړون شوی دی، خو تر اوسه عملي شوی نه دی. نوموړی چې د دې ستونزې د حل په موخه له یوه پلاوي سره کابل ته راغلی، همیانۍ ورځپاڼې ته وویل چې د برېښنا د نه شتون له امله له تېرو څلورو ورځو راهیسې د کندهار ټولې فابریکې بندې شوې دي. مشکاني وویل چې په مرکز کې له اړونده ادارو سره په خبرو کې تر اوسه کوم پرمختګ نه دی شوی. د کندهار د صنعتکارانو د ټولنې مشر د لمریزې برېښنا په اړه وویل چې یاده پروژه تر اوسه عملي شوې نه ده. هغه زیاته کړه:« ددې موضوع په اړه مو د برېښنا شرکت له رییس سره په کابل کې وکتل، هغه وویل چې برېښنا شرکت خپل مسوولیت چې د ۱۶۰ جریبه ځمکې اخیستل وو، تر سره کړی او ځمکه په کندهار کې د برېښنا ریاست ته سپارل شوې ده. اوس داوطلبۍ ته د پروژې وړاندې کول پاتې دي چې دا کار په مالیې وزارت کې بند دی.» د مشکاني په وینا، د لمریزې برېښنا د پروژې د تطبیق په اړه یې له مالیې وزارت څخه هم معلومات غوښتي او هغوی ورته ویلي چې د راتلونکې چهارشنبې په ورځ به برېښنا شرکت ته معلومات ورکړي. فضل احمد مشکانی وايي، په کندهار کې برېښنا نه شته او څلور ورځې کېږي چې ټولې فابریکې په ټپه ولاړې دي. هغه وویل، که د برېښنا ستونزه حل نه شي نو په دې ولایت کې د لسګونه صنعتي فابریکو په تړل کېدو سربېره، زرګونه خلک هم وزګار شي. اوس مهال د کندهار په صنعتي پارک کې ۱۴۰ فابریکې فعالې دي چې شاوخوا ۴ زره کسان په کې پر کار بوخت دي. د کندهار د صنعتکارانو ټولنه وايي چې د برېښنا د نشتوالي له امله په دې ولایت کې زیاتره فابریکې تړل شوې دي. په افغانستان کې د تولیدي فابریکو په اړه د سوداګرۍ او صنایعو خونې د یوې سروې له مخې له تېرو دوو کلونو راهیسې په ټول افغانستان کې شاوخوا ۴۰۰ لویې او کوچنۍ فابریکې تړل شوې دي. د دغو فابریکو ډېری برخه په هرات او کندهار ولایتونو کې فعالیت کاوه چې د نا مناسبه شرایطو له امله سقوط شوې دي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery