مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-03-31   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

ولسمشر غني د سعودي له پاچا سره تلفوني خبرې کړې دي

احمد فیصل
ولسمشر اشرف غني د سعودي عربستان له بادشاه شاه سلمان بن عبدالعزيز سره ټيلېفوني خبرې کړې دي. د سعودي عربستان دولتي اژانس ( واس) خبر ورکړى دى، چې د افغانستان ولسمشر اشرف غني تېره ورځ ناوخته خادم الحرمين الشريف شاه سلمان بن العزيز ته ټېلېفون کړى و. سرچينې زياته کړې چې ددې اړيکې پر مهال دواړو مشرانو پر دوه اړخيزو معاملو، د سيمې اونړيوالو موضوعاتو خبرې کړې دي. سعودي اژانس ددې خبرو اترو نور جزئيات نه دي په ډاګه کړي. دغه ټېلېفوني اړيکې په داسې حال کې نيول شوى، چې دافغانستان دسولې دپروسې د پيليدو په اړه خبرې روانې دي . دغه راز سعودي عربستان د لسو هېوادونو په ملاتړ پر خپل ګاوڼدي هېواد يمن بريدونه کړي دي، چېرته چې حوثي مليشه وو د حکومت پر ضد وسلوال پاڅون کړى دى او ګڼ شمېر ښارونه يې نيولي دي.سعودي عربستان اوس په دې هڅو کې دي، چې د نورو اسلامي هيوادونو ملاتړ هم ترلاسه کړي.د يادونې وړ ده چې سعودي عربستان پر دې موضوع له پاکستان څخه مرسته غوښتې او پاکستان ورته د هر ډول مرستې او همکارۍ ډاډ ورکړى دى.همدا اوس په سعودي عربستان کې د پاکستان او سعودي پوځيانو ګډ تمرينات هم روان دي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery