مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-03-31   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

په پکتیکا کې د حقاني شبکې د وسلو زېرمه کشف شوې ده

احمد فیصل
د پکتيکا په ګيان ولسوالۍ کې د افغان ګډو ځواکونو عملياتو کې د حقاني شبکې د وسلو او مهماتو درې پټنځايونه کشف شوي دي.دا عمليات تېره ورځ د ګيان سرحدي ولسوالۍ په ستر ګيان کلي کې د ملي امنيت ځانګړې قطعې او پوليسو په ګډه کړي دي.ددې لايت د ملي امنيت يوې سرچينې پژواک خبري اژانس ته وويل چې دوى ته د حقاني شبکې وسلو د پټنځايونو په اړه معلومات وررسېدلي وو.دې سرچينې زياته کړه، په ترلاسه شويو وسلو کې او مهماتو کې د ځانمرګي بريد ١٣ واسکټونه، ١٦ ميله راکټ انداز، يو ٨٢ ملي متري توپ، يوه دهشکه، يو زيکويک او ډېره اندازه چاودېدونکي توکي د افغان ځواکونو لاس ته لوېدلي دي.دپکتيکا دوالی وياند نبې الله پيرخيل هم ددغو عملياتو پخلى کوي او وايي چې ددې وسلو په نيول کېدو سره په پکتيکا او ګاونډيو ولايتونو کې د ګڼ شمېر بريدونو مخه ونيول شوه.د ګيان ولسوالۍ اوسيدونکی او قومي مشرکمال خان وايي چې افغان ځواکونو په دې ولسوالۍ کې د حقاني شبکي پر پټنځايونو عمليات کړي، خو په اړه يې نور جزئيات ورنه کړل.کمال خان وايې که افغان دولت دې ولسوالۍ ته ځانګړي پاملرنه ونه کړي په ډير لنډ وخت کې به دا ولسوالۍ د طالبانو لاسته ولوېږي او د هغوی په روزنيزو مرکز به بدله شي.ګيان د پکتيکا سرحدي ولسوالي ده چې په شمالی او جنوبې وزيرستان کې د پاکستاني پوځ د عملياتو له امله ډېر وسله وال دې ولسوالۍ ته راغلي دي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery