مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-03-31   مخپرونکئ : 090 - دبېنواخبریال -کابل

په کندهار کې پوهنتون کې چاودنه وسول .

لودين
په کندهار پوهنتون کې دننه چاودني د سره صليب يو کارکوونکی ټپي کړ . چاودنه نن تر غرمې مخکي شاوخوا يوولس نيمي بجې د دې پوهنتون د کرهڼي او مالدارۍ د پوهنځي دروازې ته نژدې وسول د کندهار د والي وياند صميم خپلواک د پيښي د پخلي تر څنګ وايې چې ماين مقناطسي وو او چا ته يې مرګ ژوبله نه ده اړولې ، خو يوه باوري سرچينه وايې چې په پيښه کې د سره صليب يو کارکوونکی چې پوهنځي ته د کوم کار دپاره ورغلی وو ټپي سوی دی . د والي وياند د پيښي د پلټني دپاره د جدي څيړنو خبر ورکوي . د پيښي مسووليت تر دې مهاله چا په غاړه نه دی اخستی .
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery