مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-03-31   مخپرونکئ : 090 - دبېنواخبریال -کابل

په ارزګان کې بيا پراخ لاريون وسو .

benawa afghanistan
لودين
د لاريون برخوال چې د پخوا په څير قهريدلي ښکاري ګواښ کوي ، چې خپلو لاريونونو ته به تر هغه وخت دوام ورکړي تر څو مرکزي حکومت يې غوښتني نه وي منلي .
د دوو اونيو په تيريدلو سره بيا هم په ارزګان کې د دې ولايت د امنيه قوماندان مطيع الله خان د وژني په غبرګون کې پراخ لاريونونه دوام لري . د لاريون برخوال له دولت غواړي چې د مطيع الله خان مرموزه وژنه بربنډه کړي او قاتلين يې د قانون منګولو ته وسپاري . د ارزګان امنيه قوماندان دوې اونۍ مخکي په کابل کې په مرموز ډول ووژل سو . د تير په څير د سه شنبې په ورځ هم زرګونو کسانو د ارزګان په مرکز ترينکوټ کې پراخ لاريون وکړ او له مرکزي دولته يې وغوښتل ، چې د قوماندان مرموزه وژنه بربنډه او قاتلين يې د قانون منګولو ته وسپاري . د لاريون برخوال چې د پخوا په څير قهريدلي ښکاري ګواښ کوي ، چې خپلو لاريونونو ته به تر هغه وخت دوام ورکړي تر څو مرکزي حکومت يې غوښتني نه وي منلي . د لاريون نارينه او ښځينه برخوالو وويل ، که خبره همداسي ګونګه پاته سي په پارلماني ټاکنو کې هم ګډون نه کوي . د ارزګان امنيه قوماندان مل پاسوال مطيع الله خان دوې اونۍ مخکې په مرکز کابل کې په مرموز ډول ووژل سو ، که څه هم امنتي مسوولين د هغه وژنه د ځانمرګي بريد له امله بولي خو د ارزګان قومي مخور او د ولسي جرګې غړي وآيې ، چې د هغه وژنه په مرموز ډول سوې ده او بايد جدي څيړنه يې وسي ، تر اوسه دولت د هغه د وژني په څيړنه کې د کوم پرمختګ خبر نه دی ورکړی .
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery