مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-03-31   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

وینه او مینه (۶)

عبدالقیوم

شپږمه برخه
له پلرنۍ مينی  تیښته
مور د خپل زوی لونګ سره د شپی  په تیاره کی  دخپل  کوراو کلی  څخه لیری  بل پردی کلی  ته ولاړه. اوس نو دوی په دغه نوی  کلی  کی  د هیچا هیڅ هم نه دي اوڅوک یی په پلا اونیکه نه پوهیږی. په دی  پردی  کلی  کی  یوه خدای پرسته ښځه اوسیدله، چی   دهغی  میړه څو کاله مخکی  مړ او دا کونډه سوی  وه. سر او نیم سر واړه اولادونه اودمیړه څخه باغ اوپټی ورته پاته ؤ.
 دغی ګونډی ښځی  د خپلو خونو په څنګ کی  ولونګ او مور ته د اوسیدو د پاره  یوه خونه ورکړه.د لونګ مور چی  د خواریو سره  دوړکتوب څخه بلده ښځه وه، اوس چی  کونډه او د بل همسایه سول، نود نر میړه  په شان يی  کار ته ملا  وتړله. ساده خړ پرتوګ یی واغوستۍ، پوړنۍ يی  هم تور پر سر کی، ویښتان يی  د ایله پر ځای ټنګی  کوَڅۍ کړلې، ځان جوړول يی  لا وختی  پری  ايښی  وه.
لونګ هم شکر دی تکړپه ژبه پوه هلک دی. هغه ته خو سمد ستی  خواری  پیدا سوه؛ د کلیوالی  کونډی  پنځه وری  پیایی  لونګ خپل نس وا ړاوه. مور یی هم ارامه کښینه نستل ژرکلیوالو ښځو وپیژندله. دی  هم د پخوا په ډول  کار شروع کۍ ښځوبه وخت نا وخته د خپلو کالو منځلو په ورځ مرستی  ته ورغوښتل، تر کالو منځلو وروسته  به یی څه لاس  ور ته نیوی.
نور نو د لونګ مور د هر ډول ورپیدا سوو خواریو څخه مخ نه چپا وه. د هرکور کالی  به یی  پریولل، غړکی  به يی  ور شربلې، تلتکان به يی   ورګنډل، وړۍ به يی  ور شنلې، ډوډۍ به يی  ورپخولی  او یا کله چی  به ښځوخپل کورونه پاکول، نو د مرستی  دپاره  به يی   د لونګ مور وربلل.
د لونګ مور ته پرلږ لاس نیولوسربیره، پاته سوی  خواړه، څه چای او بوره هم ورکول کیدل. د لونګ مور ژر د دی  کلی د ښځو په منځ کی په دی  مشهوره سوی  وه، چی  یوه مسلمانه، د باور وړ او نه لاس وهونکی  ښځه ده.
د لونګ مورهم خپل یوازنی زوی لونګ ښه نازاوه او  دهغه روزنی  ته یی پام یی کاوه. هغه پوهیدله چی  زیات شمیرپه نس ماړه بی علمه خانان او په تیره بیا دغه نوی  د پاکستانی (I,s,I)روزلی افغان ټوپک سالاران اوپیسه وال پاک نفس خلګ نه دي. دلونګ  دموردا خبره ، چی  د لونګ پلار به تل هغی  ته ویل، شکر به کاږو چی  زوی لرو، زما تر مرګ وروسته به زما مینه توره نه پاته کیږی  او زموږ د  کاله څراغ به لګیدلی وي.
د لونګ مور ته  دوشیان لکه :پر ځان باور او د لونګ ملګرتیا هر څه وو. لونګ هره ورځ د ورځی پسونه پیول او ماښام سټړی چی به کورته راغی څه سبق یی هم وایه اوبیابه  د خپلی  مور په څنګ کی  پرهغه نازکه نغا ړه کی دخپلی مورسره  پروتی  مور اوزوی په دولړو یو زوړتلتک لاره.
لونګ به په هغه ورځ خوښ و، چی  مور به يی  د کالو، مینځلو او یا تلتک ګنډلو پرځاي، و یوی  لوی میلمستیا اویا کلیوالی  ښادیو ته د کاراو پخلی  له پاره وربلل سوی  وه. د شپی  به لا لونګ تیاری  نیوله، ځکه په هغه ورځ به يی  مورد نورو ورځو خلاف ډیره وختی  له خوبه پورته کیدله، د لمانځه تر ادا کولو وروسته به يی  سمدستی  خپل زوړغټ پینه، پینه تور پوړنی  پرسر او خپلی  زړی  کلوشی  به يی  په پښو کړې، لونګ به يی  هم سهار وختی  له خوبه را ویښ کړ.
لونګ به د لمانځه تر ادا وروسته سهاروختی  د بډایی  ښځی  پسونه څړته بوتلل او اومه غرمه کی به یی  ماړه کورته را وستل. او د پسونو  د شپی  خوړلو دپاره به يی  څه واښه هم ورسره راوړل  بیا به یی   په بیغمه  زړه سره خپله سپاره په څنګ او خپل زوړ کړوپ، رویی  بی  سر پوښه دیګ د ځان سره واخیستل او هغه کور ته به تلۍ چی  مور به یی  چیری کار کاوه.
که څه هم چی  لونګ نو اوس نامی  خدا د بدو سترګو دی  په امان وي، نژدی  د دولسو  دیرلسو کلونو ښه غښتلۍ هلک دی، خو د مور یوزوی دی. کلیوالی  ښځی  هم د لونګ څخه پلو مخ ته نه نیسي.
د لونګ مور مجبوره وه، تر هغه کوره ځان وختی  ورسوی  چيری  چی  دا به کارته وربلل سوی  وه. ځکه د وړو اخښل او د کور جاورو کول، هغه کارونه دی  چی  تر ناری  مخ ته باید وسي. د لونګ هغه ورځ د خپلۍ مور سره ښه تیریدله، کوم چی  په هغه کور کی  به د ده همزولی  هلکان او نجونی  زیاتی  وي.
د ډول ډول نجونو او هلکانو سره به يی  لوبی  کولۍ. د ټولو همزولو هلکانو او نجونو لونګ خوښ و. د لونګ مورد کلیوهکانو او نجونو خاله بلله او لونګ يی  د خاله زوي. لونګ چی  ښه هلک و، حتی د ټولو کلیوالوښځوهم خوښ و.
 دزیاتو ښځو دلونګ رنګ څه چی دهغه سمی ،پوره اوهوښیاری خبری خوښی وی .هریوی غوښتل د ده سره خبری وکړی. په هره ښادۍ کی  د لونګ مورته کلیوالو ښځونصیحتونه کول،  چی خواره مه سي، دغه زوی ته دی  سپلنی  دود وه، له بدوسترګو دی  په امان وي، بدی  سترګی  سته چی  نظر يی  نه کړي.
د شاه اغا له زیارته څخه ور ته د نظر (توربندونه) راوړه او ورپه غاړه کوه يي.
لونګ هم د خپلوهمزولو نجونو او هلکانو په منځ د هری  لوبی  په سرکی  (میراو) وي. د کلیو ښځو به خپل تر منځ د لونګ د مور د خوا پاکۍ او چابکۍ صفتونه کول. کله نا کله به کلیوالو ښځو د هغی  په غیاب کی  یوی  بلی  ته سره وویل:
- فلانۍ خواره مه سي، خوري؛ ته پر خاله ښه پام وکه، کار يی  څه کوی  ځوانه جهانه ده، په رنګ کی  هم جوړه نه لری. داسی  معلومیږی  چی  دا له ذاته ( اُپره) نه ده، کوم مصیبت وهلی  ده.
د لونګ مورهم د خپل مجبوریت له مخی  د خپل ژوند  په غم لړلۍ داستان هیچا ته نه سو ویلای. په هرصورت، د ښځو ځانګړتیا خو دا ده چی  د خپل میړه په مخکی  د پردۍ ښځی  د رنګ او کمال خبری  نه کوې. مګر د هغو ښځو چی  میړه یی  دری  یا څلورماینی  لري، هغوی  بیا دا خیال نه ساتي. دا چی  څنګه د قوماندان ترغوږه د لونګ د مور د ښایست خبره ورسیدله، معلومه نه ده.
 د لونګ مور د کلیوالی  ښاديوپه شپه، سره له دی  چی  د کار تر ختم وروسته که زیات نا وخته به هم سو، خو هغی  به خپلی  خونی  ته  ځان رساوه.
له هغی  ورځی  څخه چی  قوماندان د لونګ د مور د ښایست خبره اوریدلی  وه، نور يی  خپلی  ښځی  هیری  وی  او د لونګ د مور په فکر کی  ډوب و، چی  څنګه به وي؟ په هغه شپه  چی  د لونګ مور د ټوپکوال قوماندان کور ته د کار له پاره ور وبلل سوه، د لونګ مور چی  د قوماندان په کړو او کږو پوهیدله، د ځانه سره یی  ویل: "یا الله! پرتا ځان سپارم؛ له هری  بلا ما او بچی می  را ساته".
هغی  په خورا افسوس وویل:
- یا زما  ربه! موږ دی  هم بنده ګان یو که نه؟ غریبی  دی  ځان وخوري، د یوی  ګولی  ډوډۍ له پاره می  د پردو د کورونو وخواریو ته ځان اچولی دی. بی  غیرته والله که یم،  خوبی  کسه او بی  وسه یم، پردی کلی دی، سر توره خو دی  کړم، بی  کوره دی  کړم، یوازی  د عزت په ساتلو کی  را سره مرسته کوه!
بیرته يی  بیا وویل، دا هم د شکرځای دی چی  لونګ دی  را کړی دی. د هغی  په لونګ زړه تکیه و. هغی  به خپل ځان ته تسلا ورکړه چی  ځه لونک خو را سره دی.
قوماندان د څلورو معلومواورتو خاوند و، زیاته حرامه شتمنی  یی  را ټوله کړی وه. سربیره پردا ټولو چی  لرل یې، بد ارواح او په هډ  نا پاک سړی هم و.
دغه قوماندان  به تل د سترګو ترکونجو هری  ښځی  ته کتل. د لونګ مور چی  د ده د ښځو له خواهر ځل وکار ته وربلل کیده، قوماندان به د لونګ مور ته پرته له اړتیا یوه خبره کوله او په دی  ډول به یی  پر هغی  باندی  ځان لیدئ.
د لونګ مور د خپلی  حیا ساتلوپه منظور د قوماندان څخه پلو نیوی. د هغه خبره به يی  داسی  تیره کړه، لکه هیڅ چی  یی نه وی  اوریدلې.
قوماندان ته  خو خپلو ښځو د میړه په سترګه نه کتل؛ لکه هرو ډیرو ماینو لرونکو میړو ته چی  يی  ښځی  د میړه په سترګه نه ګوري. نو يی  د میړه په کږو تلو اوکږو کړو خوا نه بدېدله. په داسی  حالت کی  را ګیری  ښځی  له خدایه غواړی  چی  خاوندان يی  پر یوه بلا وا وړي.
په دی  شپه چی   د قوماندان د کشری  او ګرانی  ښځی  پلرګنۍ او خورلڼی  میلمنی  وي. اول خو دا چی  میلمنی  ښه نا وخته راغلې. ډوډۍ نا وخته وکښل سوه. د چای څښلو، د لوښو منځلو او د دالانچی  پاکولو ښه زیات وخت ونیوي، په اسمان کی  سپوږمۍ تر سر اوښتی  وه، ایله چی  د لونګ مور لوښی  او لرګی  سره ټول او له کاره فارغه سوه.
لونګ هم کله چی  نور کوچنیان او همزولی  یی بیده سوی  ول، راغلی  و، د اور په دالانچه کی  چیری  چی  موریی  په کار بوخته وه، بیده سو. د لونګ مور یو څه د ورجو کوینی  مویني، سوځلی  د نه ساتلو وړپاته سوی  خواړه په خپل رویی  دیګی  کی  واچول، غوښتل یی چی  د قوماندان له ښځی  څخه رخصت واخلي. بیا لونګ له خوبه راویښ کړی او خپل کورته ولاړه سي.
نور نو نژدی  دی د سهار پیرونی  را پورته سي؛ د قوماندان ګرانی  او نازولی  ماینی چی  د ټول کور واکداره وه، د لونګ مور ته وویل:
- خاله! ته یو ځل ماتله سه، لونګ دخوبه مه را ویښوه.
د دی  خبری کولو ورسته ښځه د قوماندان (میړه) د خوب خونی  ته ورغله، میړه ته يی  وویل:
- که ستا خوښه وي، ښه هوا ده، ټول کوچنیان بیده دي، دا میلمنی  به یوساعت په باغچه کی  وګرځي، لوی ښځی  دي، ګلان او بوټۍ نه ماتوي. د لونګ مور به دلی  زموږ تر بیرته را تلو پر کوچنیانو پام کوي.
قوماندان چی  په زړه پاک سړی نه و، وايی  ورېدل چی  د لونګ مور د کوچنیانوسره په کور کی  پاته کیږي، نو هغه څه يی  ورپه یاد سول، چی  له ښځو يی  اوریدلی  و:
- د لونګ مورځوانه او په رنګ ښایسته ده.
د قوماندان باغ او باغچه هیرسولٍ، شرمښ له خدایه څه غواړي؟ باد او باران.
قوماندان له خدایه دا ساعت غوښتی. په زړه کی  خوشحاله سو، ژر يی  خپلی  صدرۍ ته لاس کړي، له جیبه يی  د باغچی  د قلف کلۍ را وایستلی  او ماینی  ته يی  ورکړې.
د قوماندان ښځه راغله، د لونګ مور ته يی  وویل:
- یوازی  یو ساعت لا پاته سه، ښه هوا ده، کوچنیان ټول بیده سوي، ایله چی  میندی  يی   اوس بی غمه سوې، موږ یو ځل دا باغچی  ته ورځو او ته پر دغه کوچنیانو پام کوه، موږ ژر راځو.
د لونګ مور ناچاره وه، و یی منله او خپل کور ته له تلو پاته سوه. کله چی  ټولی  ښځی  باغچی  ته تللې، د قوماندان مشره ښځه لنډه له نورو ښځو څخه را وګرځیده او راغله د لونګ د مور سره د اور په دالانچه کی  کښینستله. د لونګ مور د دی  ښځی  په پاته کیدو خوشحاله سوه؛ هغه یوازی  بیریده.
تر لږ خبرو او مجلس کولو وروسته،  داور دالان چه ګرمه وه د قوماندان مشری  ښځی  ته  خوب ورغۍ او د لونګ څنګ ته پریوته او بیده سوه. د دی  ښځی  اومیړه تر منځ د میړه توب او ښځیتوب خوند لا ډیر وختونه مخکی  نه و.
د لونګ مور له یوی  خوا نا ارامه وه او له بلی خوا ښځو ورته پری  ایښی  کوچنیان، ټول د لوی سرای د غولی  په منځ کی  پرخټینه تنګاچه بیده وو. کله چی  د قوماندان مشره ښځه دکوتری  مور  د لونګ د اړخه  سره بیده سول، نو د لونګ مور هم د کوتری  مور او لونګ  دواړه بیده پری  ښوول او خپله د تاوده دالانه را ووته، د باندی  پر تنګاچه د ماشومانو په منځ کی  پرېوته.
له بیری  او تشویشه خوب نه ورتۍ، او پرځای ویښه پرته وه. په همدی   وخت کی  یی   ولیدل چی  قوماندان په تلوار لکه د منی  د وروستیو شپو وږی  لیوه چی په ښکار پیداکیدو پسی  په  هغه شان سر تورسر، ببره ږیره او توپنګچه په لاس د خپلی  خونی  د باندی  راووت او سیده  د اور د دالانچی  پرخوا ورغلۍ.
د هغه سترګی  پټی  وی؛ فکر یی کاوه، چی  د کور ټولی  ښځی  باغچی  ته تللی  دي، یوازی  د لو نګ مور پاته ده او د اور په دالانچه کی  پرته ده. د اور په دالانچه څه توده او لږ تیاره وه. په دلانچه کی  یی  دومره ولیدل چی  ښځه  د خپل زوی لونګ سره  پره ته ده ، د ده په فکر دغه د لونګ  مورده.
پر ښځه یی  ځان واچوی ورسره پریووت... ښځی  هم هیڅ مخالفت و نه کړئ، ځان یی  چوپ نیولۍ و. قوماندان فکر کاوه، چی  ښځی  له بیری  ځان چوپ نیولۍ دی ده خپل کار وکۍ. پوهه نه سو، چی دا یی خپله  ښځه وه . د غلا، بیړی  او وهم خبره وه. تر معملی  کولو وروسته ژر خپلی  خونی  ته ولاړ.
ډیر زیات خوښ په دی  سو، د ده په فکر چی  لونګ مور مخالفت ور سره ونه کۍ. لږ وروسته ټولی  ښځی  د باغچی  څخه بیر ته  راغلی.
دکوتری  مور هم د دالانچی  څخه ور ولاړه سول خوښه خوشحاله په ښځو ګډه سول  بیا خپلی  خونی  ته ولاړل.
د لونګ مورچی  د سرای  په منځ کی  پر تنګاچه ویښه پرته وه، هرڅه يی  د سر په سترګو ولیدل او ښه پوه سوله چی  بلا وه، برکت يی  نه. هغی  له ځانه سره وویل، ګوره، چی د کومو ښو اعمالو له برکته خدای  (ج) د درنده  له بریده وساتلم.
بیا يی  هم له بیری  ټول بدن ریږدېدئ، د منی  په سړه هوا کی   توده تبه پر راغله، په خولو کی لنده خیشته  سوه، سمی  خبری  یی نه سی  کولاي، غوښتل يی  چی  اجازه واخلی  او کور ته ولاړه سي. په دی وخت کی  قوماندان له خپلی  خونی  څخه خپلی  ګرانی  ښځی  ته ور ږغ کړل:
- ښځي! تاسی  راغلاست؟ ماینی  یی  ورته وویل: هو، راغلو!
قوماندان زیاته کړه:
- دغه د لونګ جان مورنن د اشپزۍ او لوښو منځلو سربیره، ستاسی  ډیرخدمت و نه کړئ؟ په خدای چی  دا ډیره مسلمانه ښځه را ته معلومیږي، د پټی  خولی  میرمنه ده. که کوم اضافی  کالی مالی لرې، یوه جوړه ورکړه، زموږ به خیرات سی  او د دی  به یوه پرده په وسي. دغه سل روپۍ هم زما له خوا ورکړه؛ داسی  د پټی  خولی  میرمنه والله که تردا اوسه پوری  ما د مزدورانو په تخم کی  لیدلی  وي.
د لونګ د مور په زړه نو یو پاک الله خبر و. حلق يی  وچ وچ کیده. هغه بی  خوبه، بیریدلی  او حیرانه پاته وه چی  اوس څه وکړي، څه ووايې، چا ته د زړه غوټه خلاص کړی او څه يی  له وسه کیږي؟ دلونګ مور نو اوس سل په سلو کی  باورمنده سول چی  قوماندان ورته سلګون ورکړۍ.
هر ډول چی  ؤهغی  خپل زوی  لونګ له خوبه را ویښ کړ، د پاته سوو سړو خوړو ډک دیګ، د قوماندان  ماینی  ورکړی د زړو کالوغوټه یی  را واخیستل او د لونګ سره یو ځای د قوماندان د کلا د دروازی  تر ولاړ ټوپکوال را تیره سوه.
د لونګ مور د خپل زوی سره په تیاره کوڅه کی  د کور پرخوا روانه وه او چورتونو پر سر اخیستی  وه. د هغی  لاری  ته پام نه و.
یو ځل به یی په فکر کی  ور وګرځيدل: چی راسه، د تیری  شپی  کیسه د هغه ماینو ته وکړه. بیا په چورت کی  ډوبه سوه، او د ځانه سره به یی وویل: شرم، حیا، غریبي، کمزوري، د زوی کوچنیوالې، مجبوریت، پردی کلی  او تر ټولو لویه خبره سرتوره یم، نه چی  خپله په دی  خبره کی  بد نامه سم  ځکه په غریب او ګونډه پوری  ژر تهمت مښلی  دا ټول یی   د لاری  خنډ سي.
مقابل لوری خو ټوپکوال، زورور جنګ سالار، یو شمیرحیله ګرملایان او نا پوهه کلیوال، دا ټول سره یولاس دي. نو راځه هر څه پر ځان تیره وه او ځان ساته؛ په تا خو يی  څه نه دی  کړې.
بیا یی په ډیره نا امیدی کرار له ځانه سره وویل: کونډه یې، غریبه یی  او زوی دی  ما شوم دی.
لویانو ویلی  دي:"چی  نه لری  سړي، مه کورت خوره، مه غوړي". لونګ سره له دی  چی  خوب ځنګاوه، خو د خپلی  مور دغه د نا امیدۍ خبره يی  وا وریده. په دغه ګړی  يی  څه ونه ویل، ځکه خوب پر زور و.
د لونګ مور د خپل ځان سره پریکړه وکړه، چی  خپل ځان خپله وساتی. اوس نوسپیدی  وچاودې، نژدی  سهار و، چی خپلی خونی ته را ورسیده او ستړی  ستومانه پرېوته. ژر سهار سو، ملا اذان وکئ، دی  هم کلمه وویله او را پورته سوه، خپل لمونځ یی  ادا کې. بدن یی  ورسره مرسته نه کوله.  څو ورځی  ناروغه سوه او د چا د کور کارو ته، به نه تلل.
ژوند  یی  ستړی دی؛ نور د پخوا په شان د هرچا د کور کارو ته ځان رسوي، خو د قوماندان د کور پر خوا ورګوری  هم نه. ډیر ځله د خان ښځو د لونګ مور وغوښتله چی  کار ته ورسي، ښادیو او میلمستیاو ته يی  د کارله پاره خبره کړه، خو د لونګ مور قسم کړی و، کار ته څه چی  بیا به د قومندان د کور په دروازه سر ور دننه نه کړي.
په دغو شپو او ورځو کی  له دغه کلی  څخه هم د نورو کلیو په شان هره ورځ یوی  یا دوو کورنیو د پاکستان پرخوا کډه کوله. ځکه دیوه لوری  جنګونه او بل خواته کار ورک سوو. لونګ څو ځله خپلی  مور ته وویل:
- مورجاني! که زه او ته هم پاکستان ته ولاړ سو، بده به نه وی. ډیر کلیوال حتا ملأ صاحب لا ویل چی  هلته مفت اوړه، غوړی ،خیمه او ډیر نور شیان افغانانو ته ورکول کیږي ډیری کورنۍ ګډه سوی.
د لونګ مور په زړه کی  د پاکستان او د هغو د مزدورو څخه سخته کرکه درلوده، ځکه چی  له پاکستانه راغلو ټوپکوالو د هغی  میړه او ورور ور وژلی وو. خو بیا هم حالاتو هغه مجبوره کړه  د یوی  بلی  کورنۍ سره پا کستان ته مها جره سوه.
***          ***          ***
د لونګ مور چی  کله پاکستان ته ورسیده، هلته د مهاجرو کمپ ته د خپل زوی لونګ سره ورغله. د ځای او یوی  خیمی  د ترلاسه کولو او راشن پاس د په لاس را وړلو له پاره یوه افغان ته چی  د کمپ مشر و، ورغله. د کمپ مشر چی  په زړه ناپاک، غل او حرام خور سړی و، د هغی  سره مرسته مشروط  کوله.
د کمپ مشر د لونګ له موره پیسی  غوښتی   چی  هغی  نه لرلې. بد اخلاقی   ته یی  ځان نه سپاره، بله ستونزه یی  دا وه، چی  د میړه تذکره یی  چا ته نه سوای ښودلاې، چی  څوک یی  و نه پیژني.
د لونګ مور په دی  فکرکی  وه، که د مهاجرو په کمپ کی  خلګ خبرسي، چی  دا د هغه اکبر ښځه ده، کوم چی  نژدی  دوه نیم کال مخکی  ټوپکوالو وژلۍ و، نه دا چی  مرسته به ور سره و نه کړي، بلکی  تربرونه به یی هم خبرسي، بیا به  دا  په زورد میړه کولو د ستونزو سره مخ وي.
لونګ او مور یی  په ډیرو ستونزو لیدو سره بیرته نا امیده افغانستان ته هغه کلی  ته راغله، چی  لومړی ځل د خپل اصلی  ټاټوبی  ورته راغلی  وه. ه بیا هغی  ښځی  چی  پخوا یی ځای ورکړی وو، بیا ځای ورکړی.نور بیا
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery