مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-03-31   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

څه ډول لیکوالي زده کړو؟

محمد شفیق حقپال

 

 هغه کسان چې لیکوالي ورته ډېره ستونزمنه ښکاري او تراوسه یې لا داسې هڅې نه دي کړی چې یوڅه په تیره بیا دنورو دخبریدو لپاره ولیکي او یاهم وغواړي دخپل زړه خبرې له نورو سره شریکې کړي باید نور ناهیلې نه وي که دوي له لیکوالی سره مینه لري نو هرومرو یې کولای شي ، که څوک غواړي چې پيل یې کړي همدا لیکنې دې عملي کړي انشاالله لیکوال ترې جوړیدلای شي . او داچې ښه لیکوال ترې جوړشي نوباید ډېرې لیکنې او ډېره مطالعه وکړي خو دکار دپیل لپاره لاندې مشورې کولای شئ عملي کړئ !
دبریالی ژوند درلودو لپاره دنورو وړتیاوو ترڅنګ باید چې دلیکوالی استعداد دامکان په صورت کې له موږ سره ملګری وي ، لومړی ترهرڅه خو سواد دهرانسان لپاره اړین دی او کله چې بیا سواد ترلاسه شو نو دلیکلو هنر او دښو لیکلو هنر هم هغه وړتیا ده چې موږ کولای شو له دې لارې بریو ته ځان ورسوو .
لیکل او لیکوالي هغه څه دي چې دانسان معاصر ژوندانه او غوښتنو سره اړین برېښي . که چېري غواړو خپل هدفونه ترلاسه کړو له نورو سره اړیکې او پرهغوی اغیزمندی ضروري ده او ددغې اغیزمندي د رامېنځته کولو لپاره باید چې دلیک له لارې له نورو سره داړیکو وړتیا ولرو او یا خپل اهداف دلیک له لارې نورو ته بیا ن کړو .
دلیکوالی هنر یا فن په خپله یو شمېر وړتیاوې غواړي چې په لاندې توګه ورته اشاره کوو:
مخکې ترټولو باید چې دنورو لیکوالانو لیکنې ولولو په تیره بیا ښه لیکوالان هغه کسان چې یو څه دویلو لپاره لري.
دلیکوالی لپاره داهم ضروري او حتمی نده چې پوهنتون مو لوستی وي او یا لوړې زده کړې ولری.
هیڅ لیکوال دمور له ګېډې لیکوال نه وي زېږیدلی یواځې دمطالعې او لوستلو له لارې کولای شو لیکوال شو.
لیکوالي یو شمېر پړاوونه لري چې ترټولو مهم له ادبي اړخه سمه لیکنه ده یعنې چې املأ او انشأ مو سمه وي ، فکري بډاینه ، په موضوع تمرکز کول ، واقعیتونو، غوښتنو ، اړتیاوو ته اشاره کول دلیکوالی نورې برخې دي چې په پام کې نیولو سره یې موږ کولای شو لیکوالي وکړو. که غواړی چې ښه لیکوال شی نو باید ډېر زیار وباسی که زیار او زحمت به ځان نشی قبولای نو ښه ده چې لیکوالی ته مخه نه کړی .
لاندې ټکي په لیکنو کې مراعات کړی:
- له ماتو او ګوډو د خولې خبرو په څېر له لیکلو ډډه وکړی ، موږ دوه ډوله ژبه کاروو یوه دویلو ژبه او بله دلیکلو ژبه چې په دې دواړو کې فرق دی او دلیکلو ژبه ځانته ډول لري نو زموږ لیکنه باید دلیکلو ژبه ولري نه دویلو. دکلمو له ډیر تکرار نه ډډه وکړی ، ساده او دلوستلو وړ لیکنه وکړی ، دکلمو په کارونه کې دقت وکړی . جملې مو باید لنډې وي.
- ددې لپاره چې ښه لیکوال واوسو نو باید چې له خپلو پنځه ګونو خواصو نه ګټه پورته کړو. دبېلګې په ډول باید په خپله لیکنه کې هرڅه ښه ووینو ، ښه یی واورو، ښه یې وڅکو او ان چې کله یې باید ښه لمس هم کړای شو .
- رپوټ لیکنه ، دلیکوالی بل پړاو دی چې دیوې موضوع جزییاتو ته لیکوال ننوځي او هغه څه یې چې اوریدلی او یالیدلی هغه لیکي.
- مشرح لیکنه هغه پړاودی چې لیکوال باید تمرین ورته ولري په دې برخه کې دوخت ، ځای ، ځانګړتیاوو ، تاریخي واقعیتونو .... ته پام وکړی او موضوع په داسې تفصیل سره ولیکی چې هم لوستونکي ته نوي او ګټور معلومات ورکړي او که چېرې څومره اوږدیږي هم نو چې لوستونکی ډير ستومانه نه کړي.
- دلیکوال کېدو لپاره ښه ده چې خپلې خاطرې ولیکی او باید چې ډیرې یې ولیکی ، دورځینو پېښولیکل یو ښه تمرین دی چې په دې برخه کې یې ترسره کوی.
- خپله لیکنه مستنده او پرمعتبرو ویناوو متکی ولیکی ، په آیتونو ، نبوي احادیثو، متلونو، دلویانو پرخبرو، شعرونو... استناد وکړی.
- یو څه چې د پوهانو په نظر ستاسو لیکنه خوندوره کوي دکیسو ، ټوکو، او طنزوځایول په لیکنه کې دي ، په تیره بیا ریښتنې کیسې لوستونکي ته په زړه پورې وي اوستاسو لیکنه لولي.
- که غواړی چې لیکوال شئ نو یواځې ولیکی حتی که خپله مو هم نه خوښېږي او څوک یې وهم نه لولي بیاهم ولیکی . په دې توګه به مولیکنه درسره پاتې شي او یووخت چې ښه وتلی لیکوال شوې نو بیا به یې له سره ولیکې. کمپیوتر هغه لاسته راوړنه ده چې ستاسو لیکنه تلپاتې کوي او دساتنې لاره یې آسانیږی ، په داسې ځای کې خپله لیکنه چې کمپیوټري شوي وي وساتی چې بل وخت یې په آساني سره ومومی .
- په لیکنو کې مه احساساتي کېږي ، او تنفر په کې مه ځایوی، که غواړی چې لوستونکی مو راضي وساتی خپلو لیکنو کې له محبت ډکې خبرې ځای کړی . هغه متل دی چې وایی : ( خبرې چې له زړه پورته شي په زړه کېني ) له زړه یې ولیکی او دزړونو لپاره یې ولیکی.
- په هغه څه چې پوهیږی هغه ولیکی ، هغه څه چې ښه نه پرې پوهیږی هغه مه لیکی پریږدی بل وخت ته کله موچې معلومات ډېر شول بیا پرې لیکنه وکړی.
- خپله لیکنه څو ځلې ولولی په دې توګه به هم خپلو تیروتنو ته متوجه شي او هم به مو لکینه لانوره ښه شي.
- دلیکنو لپاره دیوه دلیل په لټه کې واوسی، تل دلیکنولپاره هدف او انګېزه ولری تل دخپل هدف په چاپیریال کې لیکنه وکړی . هغه څه ولیکی چې زړه موغواړي ، هغه څه ولیکي چې ثواب پرې ترلاسه کیدای شي او هغه څه ولیکی چې که ستاسو پیغام څوک ولولی نو ستاسو زړه پرې خوښ شي.
- دخپلې لیکنې په علت باید پوه شی ، ولې یې لیکی؟ ، دچا لپاره یې ليکي ؟، څومره ګټه لري؟ بې ګټې او بې هدفه لیکنه مه کوی.
- په لیکنو کې لنډیز ته پام وکړی هغه مطلب چې په لنډو جملو اولیکنوکې خلکو ته رسولای شی لازمه نه ده چې اوږده یې ولیکی او لوستونکی ستومانه کړي . ان که ښه لیکوال هم درنه جوړ وي لنډه او له مفهمومه ډکه لیکنه وکړی. هغه لیکنه چې په لنډو ټکو کې خپل مطلب څرګندوي خلک یې خوښوي.
- ساده یې ولیکی خو هسې سرسري یې مه لیکی ،کله هم ستاسو لیکنه باید له خپل اصلی مسیر نه ډیره لرې نه شي .
- ددې لپاره چې ښه لیکنه وکړی نو سمې خبرې وکړی ، داسې خبرې لکه څه ډول چې لیکی یې او همدا ډول روانې او له مفهمومه ډکې خبرې .
- که دلیکوالی په لومړنیو پړاوونو کې یې نو خپلې لیکنې مو یوه ښه او پوه لیکوال ته وروړی چې درته اصلاح یې کړي . پام مووي چې حسود او بې حوصلې لیکوال ته خپلې ليکنې ونه ښیی له لیکوالي به مو زړه تور کړي.
- دښو لیکنو لپاره له تشبیهاتو ګټه ترلاسه کړی . مهمې او پيغام راوړونکی کلمې کیدای شي په مترادفو کلمو په تکرار سره ولیکی .
- په خپلو لکینو کې لکه څه ډول چې مو وویل املا او انشأ او هغه څه علامې او اشارې چې په ليکنو کې مهمې دي ورته پام وکړی . لکه ۱- ټکی( .) ۲ - شارحه ( : ) ۳- سوالیه ( ؟ ) ۴ـ کامه یا غړوندی( ؛ ) ۵ـ ندایه یا تعجب (!) او نور.
- لیکنه مو روانه او دامکان په صورت کې داسې ولیکي چې لوستونکئ یې که په اوچت آواز ولولی خوند ترې واخلي.

- دلیکوالی دپيل لپاره یوه لاره هم لنډې ليکنې دې لکه یو چاته لیک استول ، مکتوب لیکل ، عریضه لیکل ، درخصتی رقعه لیکل.... زیار وباسی خپلې همدا لیکنې سمې کړی او په خپله یې تل ولیکی، نوروته یې هم ولیکی.

- دخپلو لیکنو په مېنځ کې پاراګرافونه مشخص کړی یعنې کله چې یو موضوع ختمېږي او ورسره جمله ختمېږي نو ټکی ږدی او د خط له سره لیکنه پیلوی.

- جملو ته یو له بل سره متناسب ارتباط ورکړی.

- داسې کلمې وکاروي چې ستاسو مخاطبین ورسره بلد وي ، دخپلې پوهې ښودنه مه کوي داسې لغات مه کاروي چې خلکو ته یې معنی ډیره مأنوسه او څرګنده نه وي که لیکی یې هم نو ورسره جوخت یې مترادفه یا معادله کلمه ولیکی . لکه همدا پاس ( مأنوس ، څرګند)

- تاسو له ژباړې یا ترجمې سره هم بلد یاست لکه دعظیم الشأن قران ترجمه د احادیثوترجمه او د نورو ژبو پښتو ژبې ته اړول ، چې په ترجمه کې باید ژباړن یا ترجمه کوونکی له دواړو ژبو سره ښه آشنا وي . ژپاړن باید د ژباړې په وخت کې له قاموسونو ، دایره المعارفونو او نورو منابعو څخه ګټه پورته کړي .
دژباړې یو مهم اصل دادی چې باید دژباړې په متن کې دلیکوال دخبرو اصلي مفهموم او دهغه پیغام ځای شي . ژباړه خپله یو بحث دی چې ګران لوستونکی کولای شي په دې اړوند کتابونو او مضامینوته مراجعه وکړي .
پورتنی لیکنې دلیکوالی ابتدایي مرحلې دي که چېرې یې عملی کړی انشاالله دښې لیکوالی په لور چې لا زه هم نه یم ورسېدلای لاره آسانولای شئ.

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery