مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-04-02   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

زما قسمت کې جانان نشته د ټپیزو ټولګه له چاپه راووته

 

 

صبغت الله عاطف

له ناولونو او شعري ټولګې وروسته دا نن راډیو د پیاوړي همکار ځوان ژورنالېست ، لېکوال او شاعر شکور الرحمن حمیدي د ټپیزو ټولګه ده چې ( زما قسمت کې جانان نشته) تر نوم لاندې خپریږي.

د ټپیزو دغه ټولګه ۷۷ مخونه لري ښایسته شین رنګ یې د پوښتۍ کشکش زیات کړی دی د ټولګې پر لومړي مخ د یوې نجلۍ انځور کښل شوی چې معصومه څېره یې کتوونکی شېبه له ځانه سره ساتي.

د پوښتۍ پر دوهم مخ د ښاغلي حمیدي له انځور سره جوخت د دوو خوږو ټپیزو لیکل لوستوونکی اړ کوي چې د کتاب نورې پاڼې هم د نظر په هنداره کې ننداره کړي.

د ټپیزو له طلایي کرښو لوستونکی د مینې ، عاطفې ، حماسې او نورو ټولنیزو مسایلو اخیستنه کولای شي.

د لېکوالو له انده له زړه راوتې خبرې زړونو ته لارې کوي.د ښاغلي حمیدي له دې ټپیزې اورېدو به تاسو ته هم روښانه شي .

د زړه قرار د چا مړ مه شه

خلکه! د لدار د چا مړ مه شه

ښکلی نګار د چا مړ مه شه

همزولی یار د چا مړ مه شه

همزولی یار د زړګي ولې پرې کوینه

حمیدي د ټپیزو په خپله نوې ټولګه کې د پښتني ټولنې ځینې بد رواجونه هم د شعر په خواږه ژبه غندلي دي.

څوک به د باغ ګلونه ستایي

څوک قیمتي لعلونه ستایي

څوک به د بل کورونه ستایي

چې خویندي کیني وروڼه ستایي

وروڼه چې کیني خویندې بل ته ورکوینه

زما قسمت کې جانان نشته د ټپیزو په ټولګه باندې د لېکوال ، شاعر او ژورنالېست دوکتور نجیب الله جالب له خوا لنډې خبرې هم لیکل شوي.

جالب د خپلې لیکنې په یوه برخه کې لیکي : دا چې حمیدي صیب د نثر په برخه کې خپل قلم روان ساتلی خو په څنګ کې ورسره شاعري هم کوي چې تاسو به یې د شعر په برخه کې ګله ګلاب مې ګل ته یوسه شعري ټولګه لوستي وي دادی دا ځل حمیدي صیب په دې هم بریالی شو چې د ټپیزو ټولګه هم وړاندې کړي.

جالب لیکي : د حمیدي صیب ټپیزې مې ولوستې زیاتې مې خوښې شوې چې د موضوع تسلسل ، تړاو ، او منطقي ترتیب ته پکې ډېر پام شوی دی.

د یادولو وړ ده چې ښاغلي حمیدي له دې وړاندې هم د نثر او شعر په برخه کې پنځونې کړې دي.

چې له دې لړ څخه زما مینه شهیده شوه ناول د لس زره ټوکو په تعداد چاپ ، د اوو وروڼو خور که د اختر غوا ناول د دوه ویشتو زرو ټوکو په تعداد تر لوستونکو رسیدلي دي.

زما قسمت کې جانان نشته د ټپیزو ټولګه مینوال او لوستوونکي د ښار له ټولو کتاب پلورنځیو څخه ترلاسه کولای شي.

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery