مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-04-04   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

خوار قانون صایب

محمود نظری
 ۴-۴-۲۰۱۵
 


 دلته دا زموږ قانون صایب ډیر خوار دی
 دهر خاین تر ګټو وټو سپلنی او زار زار دی
 هیڅ چا په دې خوار کې قانون رحم ونه کړ
 چا د پښو لاندې کړ دچا له لاسه په دار دی
 کله څوک دا خوار پرک قانون دلته مني
 هغه چې لږ زور ور دی یالږلانجه مار دی
 هر څوک یې په خپل ځان سکڼي او ګنډي
 یوازې چلیدل یې په ولس زهیر خوار پار دی
 چا دستوني نیولی چا تر لکۍ راکښ کړی
 هغه لکه د وزلوبې خوسکی خوار پار دی
 نور خلک یې ولي ومني دا خوارګوټی قانون
 چې دولت خپله دخوارقانو ن اصلي غدار دی
 چې هرزورور ټاکنې بایلي بیا قانون نه مني
 هغه جلالت ماب ته ان قانون بې اعتبار دی
 دولت مو بې قانونه اجراییه لوی مقامات لري
 ځکه جان کیري د هغو بایلونکو یار وغار دی
 ټاکنې وسوې څوک یې نه مني دهغه پایلې
 ځکه واک په لاس کې د غټ جزګۍ مار دی
 دا تش لاسي قانون داسې تارونار سوی
 لکه زوړد تختو پل په هر ګام یې خړپهار دی
 ناقانونه دولت له ولسه دقانون منل غواړي
 خبر نه دی چې ارګ یې اشغال د چوسار دی
 دلته کوم ځواکمن غیرتمن قانون مانون نسته
 دهر ټیزن په ږغ دتبي لاندې رنځور او بیمار دی
 لانجه مار ، لوټ ما ر او ټګمار هر څه کوای سي
 لاس تړلی ورته ډنګر ولس بې وسه ناچار دی
 خدای دي څوک دداسې نا قانونه دولته وساتې
 چې نا قانونه دولت یې قانوني په سر اقتدار دی
 بیا هم وا کمنان خوشحاله دي چې قانون لري
 قانون ددې دواکمنو دلاسه اروحوا خوار دی
 نا قانونه دولت نه پوهیږم قانون چلوای سي
 خپله یې بې حیا نه مني په نورو یې اصرار دی
 دا بې قانونه وطن ترږغه د سور شپیلۍ نه آبادیږي
 ځکه قانوني دولت یې قانوني سوی بې اعتبار دی
 قانون له هر چا ډیرله بدلي شورا زړه چاو دی دی
 د دولت او قاضیانودناغیړیوبیا ډیر منت بار دی
 دوه باچاهان په بې شرمي په یوه څوکۍ ناست دي
 په اساسي قانون کې یوپاچا خاوند دفجار دی
 موږ نه پوهیږو دلته دچا اساسي قانون چلیږي
 دا چې چلیږي دجان کری د خیټې مسلسل غړمبار دی
 اوه چمچماران ناست دی خپلي چړچې مزې کوي
 دهر یوه پسې د مشاورانو لکه د چرګوړو چنهار دی
 ټوله ډالر اخلي نه پوهیږم د کوم قانون په اساس
 دهر یو یې د بل له فرمانه د سر په اشاره انکار دی
 کله په رسنیو کې د یو سر مالوم سي کله د بل کونه
 دا اشرار ملت ددوی دکوم مثبت کار انتظار دی
 دا هغه ټوکه سوه چې د ملا په سجده کې غړم سو
 مقتدیانو سوچ کوی لکه چې دا د دښمن بمبار دی
 ټول منتظر وه یو چرسي نارې کړه پورته هغه بل ډکوي
 تاسو هغه لا تر اوسه نه پيژنئ چې هغه ریخمار دی
 دا وطن لکه ځنګل بوله ځنګل هم قانون نه لري
 دلته هم اساسي قانون دبل د غلام سپي غپار دی
 دا اساسي قانون چې لس کاله و دست اورد
 ول دا دا فغان ولس تر ټولو لوی افتخار دی
 چې باچا بدل سو قانون نظام هر څه بدل سول
 اوس په قانون کې تغییرکارد بادار د رېبار دی
 ټوله پوهیږي هر یو مازې خپل جیب ډکوي
(نظری) اساسی قانون هر ډوکه مارته ټتار دی
 چوسار( لېوه)؛ جزګۍ مار( پسکاوڼ)؛ ټتار( بې مانا خبرې

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery