مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-04-05   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

سیاست د ذهن او خیال الفاظ دی .


د سیاست انجن بې ثمره او بې خوځښته غریږي. لکه څلور ماشینه بوینګ الوتکه چې د رنوې په لیکه د الوتلو په شېبه کې د اوچتېدو لپاره تم وی.خو د روانیدو په نسبت یې انجن څو برابره چټک تاوېږي.د بې حده غرس له وجې داسې رېږدي، ته وا لکه د یخنۍ لامله د سړي ژامې کړجېږي،دننه د مسافرو او بهر د لیدونکو او تېرېدونکو کسانو د غوږو پردې برېښوي.په مجردي چې آرابه یې د مطلوب هدف په لور تاوو او د ثمر نښه یی څرک ووهی ورسره سم غرس او رېږدېدا ورکه شي.د سیاست ثمر چې د مرغۍ پۍ ده داېماً غریږي. سیاست مصرفي لا څه ان طفیلي صنف دي.خو شور اوځوږ یې د تولیدي، تعلیمي،روغتیائی او امنیتي هغو په پرتله څوبرابره ډېر دی.
غږ یا آواز اېستنه د ژویو د ذهن او خیال غوښتنه ده.چې خپله آړمنتیا او غرض پرېښئي.مثلاً که ماشوم وږي یا ناروغه اړمنتیا په ژاړ او غرض په موسکا څرګنده وي.حیوناات هم خپلې دروني غوښتني په غږ اظهاره وي.څاروي او ځناور لوږه او تنده په بعا ، غپېدا او غرض د مطلوب په لیدو په تر پکو او په پښو کې یی په رغښتېدو ښئي.د لوړعمر لرونکی انسانان خپل احتیاجات په سنجول شوو او مناسبو الفاظو وایی.خوغرض د مکرو او حیلو په حرکاتو په زړه سواندې څېرې په خوږو،پستو خبرو او په ست کولو کې نغاړي.د بېلګې په ډول د غرض خاوند مطلوب کس ته وايی راځه یو څه در باندي وخرم،وڅکم.او یا ورله وایی زه خبر شوی یم چې ستا (نغدو غلې دانې او مال ) ته لاس بند دی که ریښتیا څه ته آړ اوسې زه دې په خدمت کې یې یم. د سیاست هډ په شوم وړاندیز ولاړدي.د هيڅ په لرولو سره ناروغ ته د درملو،بې سرپناه ته د کور،آمي ته د زده کړې،وزګار ته د کار لنډه دا چې د هر اړمن د اړتیا مطابق د مرستې ټټر وهي.د پښتو متل دی وایی دف په دو شوڼډو کېږي.ته څه لرې چې بل ته به یی ورکړې. انسان د حواسو په شور او ذوق سیاست ته ننوزي.او حواس ظاهري څېزونه په سطحې ډول ویني اوپېژني.باور کوي چې بشپړ پرې پوه شوی.خو تېر وتنه کوی. سترګې چې په حواسو کې نسبتاً دقیق حس دی بیا هم اشتباه کوي.سیوری ویني ګمان کوی چې ساکن دي.خو هغه متحرک یی. همدارنګه ژبه د ناک او مڼې يوازي د خوږ والي ‌په ذایقه پوهېږي. حواس غریضې پاره وي او غریضی په لذت قرختېږي.څومره چې د حواسو منل کېږي هومره يې خوندنو ته د اشتیا جوجورۍ غټيږي.د خوندونو ګنج په ثروت او قدرت کې دي. ګنجونه بیا د دولت په بیت المال کې زېرمه او صلاحیت یی د څوکیو په ناستي کې ده. هغه ته سیخ او چټک ورسېدل د سیاست پر اوږو په سپرېدو کېده. انسان د غریضو مجموعه ده .نوځکه هر څوک د ثروت او قدرت په موندو پسې لالهنده
 سرکونډۍ وهی.اوس ستونزه داده چې لیلا یوه او مجنونان بې شماره.مفته پرېمانه خوندونه د حکومت په څوکیو کې دي. خو څوکۍ لږ اوغوښتونکې یې زښت ډېردی. سیاست چې د ذهن او د خیال د الفاظو مجموعه ده،سترعیب یی دادی چې له نن نه تښتي کله پرون او کله هم سبا ته پناه وړي او کس د تېر مهال په یادونو داسې بوخته وي لکه د اعمالو تولګر چې وي.هغو ته څه تمه کېږي هاغه ستایی او له چا یی څه تمه شلېدلې وي بیا هاغه غندي. ماغزه یی چې د ذهن په ترخو وسېزي بیا راتلونکي ته خیز وهي.د خیال مرغان د لوکسو او فيشني جامو پر مغازو،د پلو چلو کباب او د هفت رنګه خوړو پر اېسترخوانو، د ټاب ماډل موټرو پر ګراچو د میلو او تفریح په پارکو یی اولوزه وی.د ترلاسه کولو لپا ره یې هر ډول خیا نت او جنایت ته تن ږدي. د اعمالو د پایلو د زیانونو پړه بیا په نورو اچوي. پخپله هم مدعی او هم قاضي سي،نور ملامت او ځان سلامت ویني. . ذهن د سیاست په تحریک د تېر مهال د ظلم او جبر په یا ده ونه د محکومو کسانو مړه احساسات وېښیه وي اوغوسه یی زیاته وي.همدارنګه د پرونيو مقتدرو او حاکمو افرادو ننې ابتر حالت له ېوې خوا د ماضې د مذو په نکلو پټه وي له بلې خوا یی هوسونو ته لمسوي. څه د دواړو یادونه یي ناسور ده . سیاستوال چې د ولس د ربړو د موندو په وجه زعامت د ځان واجبې حق ګڼې،پدې خو حتماً پوهیږي چې ستونزې دعلت په پېژندو نه بلکې په کار ورکیږي،پرمختګ د تېرمهال په کېسو نه په حال کې په بوختېدیا او راتلونکې پسې په ځغاسته او خوځست کېږي. خلیل جبران باټې وهونکي او پر ګویه خلکو ته وایي تاسې د ملتونو رنځ یي. پدې چې یوه دانه نه کرې يوه ډبره له لاري نه لری کوې او یو تار نه اوبۍ خو پرنورو حکمونه کوې. پای
 محمد نقیب تره خیل ۲۳/۳/۲۰۱۵
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery