مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-04-11   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

د هلمند سینما تاریخچه

سحرګل سحر

د هلمند ولایت د لښکرګاه ښار سینما چي  د لښکرګاه ښار په مرکز کي موقیعت لري (۵۴) کاله د مخه په (۱۳۴۰) هـ ش کال د ظاهر شاه بابا د واکمنۍ پرمهال د افغانستان د صدر اعظم ډاکټر یوسف لخوا یې ډبره کښېښوول سوه ، یاده سینما د دستګاه ساختماني هلمند لخوا چي ریس یې د لالي په نوم یو کس وؤد هلمند په ولایت  کي د نورو تعمیرونو جوړولو ترڅنګ دغه سینما هم جوړه کړه .
کله چي ددغي سینما کار پېل او تر یو اندازې پوري وسو نو د غلطي نقشې له وجهي د دستګاه د ریس لالي له لوري کار ودرول سو او جوړ سوي دیوالونه یې چپه کړه چي بیاد دوهم ځل لپاره د کندهار څخه د راوړل سوي نقشې پر اساس  یې کار شروع کړ چي د (۷) میاشتو په موده کښي بشپړه سوه .
دا سینما یو عمومي تالار او دوه منزله لري چي په هر منزل کي یې غټ او کوشني اطاقونه سته ، کله چي دا سینما جوړه سوه لومړی د فلمونو دکتلو لپاره ورڅخه کار اخیستل کیدی او ددې ترڅنګ بیا عمومي غونډي هم پکي جوړېدې هغه که د ولایت ترمنځ وې او که به دیو وزیر یا کوم بل مشر د راتلو لپاره وې له هم دغه تالار څخه یې کار اخیستی او په اطاقو کي به یې راغلو مېلمنو شپې او ورځي سبا کولې.
دغه سینما (۲۲) کاله د ریاست دستګاه ساختماني په لاس کي وه چي په (۱۳۶۲) هـ ش کال د خلقیانو په دوره کي چي دافغانستان ولسمشر ببرک کارمل وؤ د ریاست دستګاه ساختماني لخوا پر اطلاعاتو  او کلتور ریاست باندي د ( ۶۵۰۰۰۰) افغانیو په بدل کي خرڅه سوه.
پدې وخت کي هم د فلمونو کتلو او غونډو کار ورڅخه اخیستل کیدی او تر (۱۳۷۱) هـ ش کال یعني د ډاکټر نجیب د حکومت ترپایه پوري همداسي پاته وه، کله چي د ډاکټر  نجیب حکومت ړنګ او په هیواد کي ګډوډي رامنځته سوه نو ددې سینما فعالیت هم پر ځای ودرېدی او د طالبانو د حکومت د رامنځته کېدلو یعني تر (۱۳۷۵) هـ ش پوري همداسي پاته وه چي بیا د طالبانو د حکومت په دوره کي د یو هوټل کار ورڅخه اخیستل کیدی.
د کرزي په حکومت کي هم تر یووخته پوري همداسي ورانه ویجاړه پاته وه او یا به د یو سنټر  پروګرام یا یو کنسرت پکي جوړېدی ، په (۱۳۸۹) هـ ش کال چي په هلمند کي محمد ګلاب منګل والي وؤ یوځل بیا د ( bright Light ) شرکت لخوا د ( ۳۰۰۰۰۰$) ډالرو په لګښت  ورغول سوه چي د روغولو وروسته د فرهنګي مرکز نوم پر کښېښول سو .
اوس ددې سینما په تالار کي  چي د (۴۰۰) چوکیو درلودونکی دی فرهنګي غونډي ، کنسرتونه او پروګرامونه جوړیږي او ددې ترڅنګ دې ته ورته په هره برخه کي کار ورڅخه اخیستل کیږي .
 بل ددې سینما په لوړ منزل کي د لنکن په نامه یو ښوونیز مرکز دی چي د امریکا دسفارت لخوا حمایه کیږي او په لښکرګاه ښار کي د لښکرګاه ښار او ولسوالیو ځوانانو ته د کمپیوټر ، انټرنیټ او انګلیسي ژبي کورسونه په وړیا ډول سره ورکوي .
په لاندي منزل کي یې اوس د ځوانانو مدیریت ځای پر ځای دی چي دمدیریت د ځای د نه شتون له امله د اطلاعاتو او کلتور ریاست لخوا دا ځای ورکړل سوی دی چي اوس مهال د ځوانانو مدیریت خپل فعالیتونه پکي پر مخ بیایي .
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery