مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-04-08   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

وینه اومینه (۸)

عبدالقیوم

 دکوره  دوتلی ښځی برخلیک
اتمه برخه
 دکوتری  مور د قوماندان ښځه  چی  دحتمی مرګ څخه د ځان د خلاصون او پټیدو په تلاښ د میړه د کوره ووتل خپل یوازنی لور کوتره یی ترشا پریښول کلی  پر کلی  څوځان یی  ترلوی ښاره رسولۍ ؤ. په ښار کی تر څو میاشتو وسیدو وروسته  یی زوی پیدا سوی  و.
که څه چی د ښځی په کلۍ کی  لا د لونګ نوم خوښ و، بیا یی هم پر خپل زوی  د "سمندر" نوم کښیښود. د قوماندان ښځی  د خپل ژوند د اړتیاوو د پوره کولو له پاره د کلۍ د لونګ د مورڅخه په الهام اخیستلو سره کارکولو ته ملا وتړله.
دی د خواریو او مزدوریو ځان نه سپموئ. یوه ورځ یی خپل ماشوم زوی  دتداوی دپاره روغتون ته  وړی  وه. هلته په شفاخانه کی یوی  ښځینه ډاکتری ترڅه معلوماتو  وروسته مرسته ورسره وکړل په روغتون کی یی د پیاده په توګه د کار موقع  ورته برابره کړل .
 ترکار پیدا کیدو وروسته ښځه د معاش خاونده سوه.زوی یی  د روغتون په وړوکتون کی  بی له پیسو د ورکړی ورساتل کیدی او روزل کیدی. وخت ډیر ژر تیریدی کوچنی سمندرد سترګو په رپ کی  ښوونځۍ ته د تلوعمر ته رسیدلی و. مور خپل زوی ښوونځۍ   ته شامل کی.
د سمندرد مور چی  اوس یی په خپل معاش  او کوپون ګذاره کیږی. ژوند  یی یوڅه رونق ونیوی ، نوپلار، مور، ورور او کورنۍ وریاد سول ،خپله یوازنۍ پردی ګرانه لور(کوتره) یی تر بل هر چا ډیره یادیده او هر وخت يی  دا هیله وه، چی  که څوک ورته د خپلی  مور، پلار، ورور، خور او لور احوال دکلی را وړي.
 د خپلی  لور کوتری  په باب  خو یی  پدی ډیر تشویش کاوه. ځکه دی ته خو معلومه وه چی کوتره به اوس پیغله وي.د سمندرمور په دی  فکرخراب ؤ چی  میری ګانو به  د دی لورچا ته ورکړی وي؟  دکوتری دمور دا تشویش پر ځای ؤ واقیعت دی میره هیڅ کله دمور پشان مهربانه نه وی. نو دکوتری مور به روغتون ته د دوی له ولسوالۍ څخه هر ورغلی ناروغه ته ورتلل  په غیر مستقیمه توګه به یی د کلی  په احوال ځان خبروۍ.
هغی  به له هر ناروغه  سره راغلی پایوزان جلا جلا پوښتل،څو خبره سی  چی  په کلی  کی   څوک مړه او څوک ژوندی  دي؟  یوه ورځ يی  په روغتون کی  د یو بسترسوی  ناروغ له خولی  واوریدل، چی  ویل یی: زموږ د کلی  ټوپکوال قوماندان هغه چی  ښه ډیر کلونه پخوا یی  ښځه  ژوندۍ ژړانده تری تم سوی  وه، څه وخت د مخه یی  پیغله لورهم د خپل مزدور لونګ سره  جوړه راغله  او دکوره وتښتیدله.
د دی  خبری  په اوریدو سره د کوتری مور په زړه کی  خوشحاله سوه، چی  لور یی (کوتره) په خپل بخت پسی  تللی  ده .د پلار ظالم او د هغی  د کشری  ښځی  له نا رواوو خلاصه سوه. هغی ته دا خبره یقینی  بريښيدله چی په کلی کی خو دلونګ په نوم بیله دخاله دزوی لونګ څخه بل هلک نه ؤ.دی خبری  د هغی  زړه ته بشپړه تسلی  ورکوله.
کــــوتره
کوتره چی په  ښایست کی وتلی  پیغله  ځینی   جوړه  سوی   وه، ډیره  هوښیاره وه، او په ټولورازونو ښه پوهیدله. هغی  تل له ځانه سره د خپل برخلیک په هکله سوچونه کاوه. په هغه کور کی  چی   دا لویه ده، یو خوا ته بی  پروا او ظالم پلار،  بل خواته د مور ورکه، د نیکه بنديتوب، د انا، خاله او ماماګانو څخه را جلاوالۍ او د هغوی  پرنا معلومه خوا تلل، د مور د بنو(میرو) سره په کور کی  ژوند،دا ټولی ناخوالی وی چی د دی  ژوند په رښتیا ور سخت او تریخ کړی ؤ.
په وروستیو وختونو کی  خویی  پلارهم کور ته چندانی  نه ورتلۍ پدی  چی یوه ښځه یی ورکه سول او د بلی سر خفه،د دوو نور ښځوڅخه خولا پخوا لاس پرسر ؤ. قوماندان د خپلو نورو ټوپکوالوسره په اتاق کی  اوسيدۍ.هلته یی  هلکانو خدمت کوۍ، مګر هغه پخوانۍ دبدبه يی  نه وه پاته.
 سره له دی  چی ډیر وخت تیرسوی  و، بیا هم کله نا کله يی  په زړه کی  د لونګ د مورسره خیالی یادونه او مینه یی په زړه کی را ژوندئ کیدله. هغه به غیرمستقیم له هلکانو څخه د لونګ او د هغه د مور پوښتنه کوله، خو بیرته به یی ځان تیر کی.
هلته  دوطن په پای کی د لونګ مورخپلی خواری کاږي، غاز پر غاز ،یکی  پریکي (غِران پرغِران) سر پر سر سره ږدي. په دی  فکر کی  وه چی  په خپل ژوند کی  د لونګ جان کور ور جوړ کړی او ناوی  یی  وویني. دا نو د لونګ د مور وروستۍ    ارزو او خورا لویه هیله  وه.
لونګ د  خپلی مور یوازنی زوی ؤ. هغه به نو ۱۷ یا ۱۸کلن ځوان و. ښه روغتیا ، ښه قد او بازو خدای ورکړی وه. مور یی ښه کالی  او صدرۍ  اوڅپلۍ په اغوستل، د پاچ لنګوټه یی په سر تړله، او بهرام جانۍ چوټي، یا زرینه سوچه چوټي  یی په پښو کولې. دکلیو ډیرو انجونو په زړونو کی  یی  ځای نیولۍ ؤ. د کلی په ټولو ځوانانو کی  دلونګ  جوړه نه وه.
دا یی  لا څه چی لونګ د مسجد سبق ویلی و، حتا لیک یی لیکلای او لوستلای سو. په هر کور او کلی  کی  نر او ښځی  په ښه رنګ، ځوانی  اوښو اخلاقو یادا وه. د کلی ډیرو انجونو ته هغه یو پیژندل سوی ځوان و.د هری نجلۍ زړه غوښتل چی د لونګ سره واده وکړي.مګر بی کسی اوغریبی  ټولی  در وازی دلونګ  پر مخ تړلی  وې.
د لونګ اسکیرلی  مور چی  د ټول کلی په راز، خیر او شر پوهه وه، د ټولو کورنیو نجونی  یی ښی  پیژندلي، د هر چا سره يی  دوستی  زړه نه غوښته او هر چا ته یی زړه نه سو ورنژدی  کیدلای. په خپله غریبۍ او خوارۍ يی  څه پیسی  سره یو ځای  کړی وي، چی  د لږ ولور د ورکړی وسه درلوده او یوه خوشحالی  پری  جوړولايی  سوه. هغی  به هر وخت ویل چی  دغه یو زوی می  دی، هر څه چی  لرم او ګتم، د ده د خوشحالی  له پاره يی  لګوم.
-یوه ورځ چی  لونګ کور ته راغې، د ډوډۍ خوړلو پر وخت يی  خپلی  مورته وویل:
-  ادې!زموږ د کوره سره نژدی  قوماندان تیرېدئ، روغبړ می  ورسره وکۍ، زه يی  اول ونه پیژندم، وروسته ورسره ملګروهلکانو ور وپیژندم. ډیر خوشحاله سو...مورجانی  تا ته يی  هم ډیر سلامونه ویل. ما ته يی  وویل: "هلکه، ستا څخه خو ښه ځوان جوړ سوی  دی. مور خو دی  بیخی  ښه ښځه وه، دا ډیرکلونه زموږ کره نه ده راغلې، جوړه خو ده؟
 بیا يی  زیاته کړه: چی  ته هم نه را ګرځې، ډیر خو سره لیری  نه یو؟ په څه خواری  اخته يې؟ ما ورته وویل، یوازی  د خپلی  مور خدمت کوم او په مسجد کی  سبق وایم.
لونګ یوه سا واخیسته او بیا یی مور ته وویل:
- قوماندان را ته وویل، راسه زموږ انډیوال سه، جنګ ته دی  نه استوم. تا به د ځان سره ګرځوم، په تا باور لرم. هلته زما سره عربان، د مقاماتو سړی  او نور ډیرخلګ سته، هغه به سبق هم درته وايې.
د دی  خبرو په اوریدو یی  د مور د زړه شرک سو، سر یی  پر له وګرځیدۍ او په فکر کی  ډوبه  سوه، بیا را پورته سوه، د ځانه سره ګډه سوه:"یا خدایه! میړه او یوازنی ورور دی  را څخه واخیستل، د تربرو له بیری  می  کور او  کلۍ پریښود، اوس دی   بیا دلته  دا ظالم قوماندان را ته بلا  کئ... ولي، ما څه ګناه کړی ده ؟"
د لونګ د مور زړه ته تیره سوه، چی  قوماندان له دی  لاس نه اخلي، او په دی  چل لاره خلاصوي. هغی  خپل زوی ته څه و نه ویل، او چوپه خوله پاته سوه.
لونګ چی  اوس چټ ځوان و، پوه سو، چی  د مور یی نه ده خوښه. هغه ته یو ځل بیا د خپل ښوونځۍ سوځیدل، د پلار او ښوونکی  بی  رحمانه وژنه، له هغه د کتابونو اخیستنه او سوزونه ور په یاد سول.
 لونګ هم په فکرونو کی  لاهو سو، او د هغو بد مرغو ټوپکیانو بڼی  یی  تر سترګو سوي. یو دم لکه له خوبه چی  راویښ سي؛ د هغه ظالم اواز یی  په غوږ کی  ازانګه وکړه. هغه لږه شیبه وروسته،  بیرته له فکرونو او سوچونو را ووت.
د هغه په زړه کی  چی  هر څه تیر سوی و، خو د اوس له پاره يی  په ښکاره څه و نه ویل.
لونګ هم یوکلیوالی  ځوان و،وبیکاره کلیوالی  ځوانانو ته په کلیو کی  د ناستی  او ولاړی  ځایونه، د مجلس او بنډار ځایونه همدغه د ټوپکوالو اتاقونه وو. د هر ځوان د بنډارسره مینه وي. ټول د کلی  ځوانان په دی  مصیبت لړل سوی  و.
لونګ به  دخپلی   موره په پټه د ورځی  یو ځل د قوماندان اتاق ته ور تلۍ.هغه هلته کلیوال او غیر کلیوالو پاکستانیان،عربان او نور ډول ډول خلګ لیدل. چاي، ډوډۍ او مجلس هلته وو.
د ترور، وژلو، سوځولو او نړولو کیسې، چور او دڅه پلاس راوړلو کیسی به هلکانو کولی. په ورځ کی یوځل به د نه ووځوانانو دجلب وجذب دپاره   د عربی  او پاکستاني(ISI) نماینده ګانو لخوا پر هغه دنیا (اخرت) کی  د جنتونو، حورو او غلمانو وعدی  او زیری ورکول کیدی.
قوماندان له نورو ټوپکوالو کسانو څخه په جلا کوټه کی  اوسيدئ، او زیات وخت د مخابری  په نوم  یوه په کوټه کی  د دوه ښایسته هلکانو سره چی  په دواړو يی  تور خو ښایسته، ښوی د میکس یا ټټرون کالی  اغوستل ناست او پروت وو. د مخابری کوټی ته هیڅوک بی له  دهغه  داجازی  ورتلای نه سوای. هر هغه څوک هلته ورتلای سوای، چی  زیات به ورته اعتباری  ؤ.
د لږ وخت په تیریدو، لونګ په خپله ناسته، پاسته، کړو، ښایست او جرأت سره د عربو او پاکستانیانو پاملرنه ځان ته  وروا ړوله. لونګ ته اجازه ور کړل سوه، چی  په ټولو کوټو او سرایو حتا د مخابری  اتاق ته هم بی له تلاښۍ او پوښتنی  ورسي. لونګ په دی  ډول د دوی په کار او خدمت کی ځان مشغول کړ.
لونګ ته وخت نا وخت د نورو جنګیالیو او افرادو په نیامه (پټه) کوم عرب او یا پاکستانی وال(isi)  څه لاس هم نیوی څه پاکستانۍ کلداری به یی  ورکړی دا کار د لونګ د نور فعاله کیدو او تشویق سبب ګرځیدئ.
قوماندان  هم پر لونګ نسبت نورو جنګیالیو ته زیات اعتماد کاوه. هغه د لونګ مور له یاده نه وه ایستلې. قوماندان د خپل کور ټولی  چاری  لونګ ته وسپارلې. اوس نو لکه مرغانو ته چی  دانه وا چوی  او یا هیلیو ته مله په اوبو کی  کښینوې.
د قوماندان په خام  خیال که یی  د لونک مور یو ځل بیا په نصیب سي.لونګ سربیره پردی  چی  د جنګیالیو، پاکستانیانو،عربو او مخابری  کوټو ته بی له اجازی  ورتلای سی، د قوماندان کور ته هم په خلاص مټ لاس رسی پیدا کړی و. د لونګ مور هغه وخت  پدی کارخبره سوه، چی  کار تر کار تیر و.
 هغی بیچاره د لونګ د را ګرځیدو هڅی  دخپل توان برابر وکړي، خو بی  ګټی  وي. هلته د قوماندان  په کورکی  دقوماندان درو سرو ورپاته ښځو نسبت نورو مزدورانو ته لونګ ته لا هماغسی د کوچنیوالی  په سترګه کتل، چی  د خپلی  مور سره به د دوی کور ته راتلئ. هغوی به لونګ له نازه لونګین باله.
د قوماندان د هغی  مشری  تښتیدلی  ښځی  لور (کوتره) چی  د لونګ همزولی وه، کله چی  به لونګ د خپلی  مور سره د دوی کور ته ورتلئ، هغه وخت دی  د لونګ سره لوبی  کولې؛ اوس دواړه برابر ځوانان وو، وروسته له ډیرو کلونو یی یوبل سره پیداکړل .په لیدو يی  هغه تیری  خاطری  په زړونو کی  را تازه سوې،  دلیدو په هغه اوله ورځ یی  په زړونو کی  مینه سره را پیدا سوه یو پربل سره مین سول.
نوربیا

 

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery