مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-04-11   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

وینه اومینه (۹)

عبدالقیوم

نهمه برخه
دکوتری  او لونګ  لیونۍ مینه

د لونګ او کوتری  ترمنځ د کوچنیوالی  دوستی  اوس د ځوانۍ په لیونۍ مینه وا وښته. د لونګ او د قوماندان د لور ترمنځ مینه د دوو نه تجریبه لرونکو ځوانانو مینه وه. د دوی د ډیر احتیاط سره سره د ډیر وخت له پاره دا مینه پټه پاته نه سوه.
د لونګ او کوتری  ترمنځ په مینه ناکه اوپاکه مینه د قوماندان یوازنی  کشره ښځه څه، بلکی  دری سره په کور کی  ناستی  ښځی  ښی  پوهیدلې. څنګه چی  دوی ټولو کوتره خپل لور نه ګڼل. میروګانوکوتره د بنی  لور بلله.پس دری  واړه بنی خوښی وی چی کوتره بدنامه سی. دوی خوشحاله په دی وی  چی کوتره دیوه مزدور سره جوړه ده.
د قوماندان درو سرو ښځو په ګډه کوښښ کاوه چی  د کوتری  او لونګ ترمنځ د مینی  اړیکی  د بد نامی  تر پولی  ورسوي.خو کوتری اولونګ  په ډیر احتیاط  او مهارت دټولو په نهامه په شپه کی په سرای،  پر بام، کله هم  په باغچه کی  سره لیدل، د خپلی  مینی  د ټینګښت او بی  خطره پایښت تارونه یی نغاړل.
دوی دواړه چی به هر ځل سره مخا مخ کیدل، د مینی  او محبت کولو پرځای يی  ټول وخت په دی  تیریدئ، چی  نور به څنګه پر مخ ولاړسي. نژدی  یو کال دوی په پټه سره لیدل. د کورنۍ انجلۍ کوتری خو په توان او اختیار کی  یوازی  او یوازی  خپله اراده او خپل ځان و. هغی  به لونګ ته اطمنان ورکوئ:
- ځان درسره وژنم، تر خپل سر در سره تیره یم او تر مرګ به درسره یم، بی له تا می  ټول ځوانان په دین او دنیا وروڼه دي، نور ته پوه سه او کار دي.
لونګ چی  د کوتری  صادیقانه، د مینی  ډکی  اوغیرتمندی  خبری  اوری، حیران  به سو، چی  څه وکړي؟ لونګ یو غریب ،یتم ،بی کسه  نوی ځوان دی .داسی په فکرکی ډوب  دخپلی مورلیدو ته  ولاړۍ اوس په دوه زړه کی  دی، چی  د خپلی  مور سره مشوره وکړی که نه؟ ځکه لونګ پوهیدی څه وخت مخکی  چی  هغه د قوماندان ځای ته تلۍ، مور يی  دومره ډیره خوښه نه وه.
لونګ حیران و چی  څه وکړي؟... یوی  خوا ته هغه کوتره چی  مور یی دکوره وتلی او ورکه سوی  وه، د نیکه کورنۍ  یی ورکه، پلار یی  هغه د سړو  دسر قاتل انسان،بل خواته  خپله غریبی  ،یوازنۍ کونډه مور،بی  کسی ،پردی کلۍ دا ټول غمونه او جنجالونه به دی څنګه پر سر واخلي؟  اخر څه وکړي؟
هلته دکوتری سره په هرځل لیدنه کی  کوتره دغیرت او مینی  خبری  ورته کوي. لونګ زړه بایللی دی، نه په ناسته پوهیږی  او نه په ولاړه.  هر څه چی  فکر کوي، بله لاره  اوچاره نه ويني. بیله خپلی مور څخه بل تیرونۍ  خوا خوږی  او دوست نه لری چی ده ته مشوره ورکړی .  دخپلی مور څخه دبری سربیره زیات شرمیږی هم ،نوتوکل یی پر خدای کی  زړه يی  را غونډ کۍ، راغئ؛ خپل یوازنی مرستندوی   مور ته کښینستۍ ټوله کیسه بی  پر دی او روکه  ورته وکړه.
مور یی  چی  د خپل زوی  خبری واوریدی او د هغه مینی  ته  یی وکتل، په فکرونو کی  ډوبه سوه، سر يی  پر زنګنونو کښیښود؛ ټولی  تیری  پیښی  یی  يو ځل بیا په فکر کی  له سره را وګرځیدلی  او تر یوی  اوږدی  دمی  وروسته يی  سر را پورته کړ، او اوږده ساه يی  وایستله.
د لونګ د مور نو د لونګ سره د خبرو پر وخت دغه تکیه کلام و: لونګه زویه! مورکه دی  ستا بلا واخلي! زه چی  تپیدم، ستا له پاره تپیدم؛ زما یوازنۍ هیله ستا خوشحالی  او ستا د زړه ساتل دي. که زما د سر په بیه هم دا خبره تمامه سی  ځان به تر تا جار کم.
هو، زویه! زه پوه سوم چی  پر کوتره دی  زړه بایللی دی، په هر ډول چی  وی  دا کاربه  انشا الله کوو. زه ستا د دغی  غوښتنی  د پوره کیدو په لاره کی  درسره یم. دلونګ مور له ځایه ورو  ولاړه سوه، خپل زوی لونګ يی   پر سراو مخ مچ کړ او په زړه پوری  یی  ټینګ  ونیوی، بیا يی  ورته وویل:
- ګرانه زویه! پخوا ښځه وم، اوس نرمیړه یم، ستا په خاطر د کوتری  د پلار پر ټولو بدیو او دښمنیو سترګی  پټوم. زه چی  تا لرم، عزت لرم؛ نو مور دی  ستا بلا واخلي، فکرمه کوه."غر که هر څومره لوړ سی پر سر يی  لاره سته".
ښه سو، چی  خبره دی  کړم، "صلاح د مړو هنرده" ته بی غمه اوسه، په یوه اوونۍ کی  د ننه د ننه به زه هر څه سم کړم. یو ځل به زه خپله هم کوتره له نژدی  ووینم. په رنګ کی  خو کوتره ښایسته او په خوی کی هغه وخت چی مالیدلی وه یوه حیا ناکه نجلۍ وه، مګر دا څو کاله ما نه ده لیدلې، ښه دی  زه به یی  یو ځل بیا هم له نژدی  ووینم.
لونګ خوشحاله او زړه یی باغ، باغ سو. د خپلی  غیرتی مورجانی  لاسونه يی  مچ کړل،  دموره یی رخصت راواخیسنۍ او بیا د قوماندان ځای  ته په خوشحالۍ او هوس ولاړۍ. د شپی د ډوډۍپروخت یی  په کوتره ځان ولید، خو د خبرو موقع نه و. د ماخستن تر لمانځه وروسته يی  تلوار و، چی  د خوب په پلمه له مجلسه ولاړ سي.
 لونګ ته مځکه ځای نه ورکوي په زړه کی  يی  اور بل ؤ غوښتل یی چی  ژر د کوتری  سره وګوري، څو دغه خپله خوشحالی  د هغی  سره نیمه کړی او ور ته ووايی  چی  مور يی  ورسره منلی  ده او هغه به مرسته را سره کوي.
کله چی  دا نور ټوپکوال ځوانان پری وتل، لونګ د قومندان کور ته تیر سو، په زړه يی  نو یو الله خبر و، خو د کوتری  سره مینی  یی بیره او وحم له مغزوتښتولی  وو.
کوتری هم د ننه په کور کی  خپلی  دوی  سترګی  د خپل زړه وړنکی  لونګ  دراتلو په انتظار دسرای د دروازی د غلام ګرد پر لوری  پیره دارانی  کړی وې. په خپله خونه کی  دننه د پردی  تر شا په تیاره کی   د بت په شان ولاړه وه.
دا شپه نو د دوو یو پر بل ګرانو له هر څه محرومو ځوانانو له پاره د امیدونو او خوبونو د رښتیا کیدو یوه دخوښیو ډکه پیلامه وه، خو خورا ګرانه پیلامه .
کله چی  لونګ  تر غلام ګرد د سرای غولی  ته ور تیر سو، کوتره د سترګو په رپ کی  لکه لمبه پر را تاو سوه او لونګ ته یی  پر ځیګر، ځیګر سوکان ورکړل او بیا یی  لونګ په خپله نرمه غیږه کی  ټینګ ونیوی.
لمړی ځل دی چی کوتره اوکونګ سره غاړه او غړۍ سول. لونګ د کوتری  د زړه درزا په خپلو غوږ اوریدل. کله چی  یی  د کوتری  ومخ ته وکتل، ویی  لیدل، چی  د کوتری  تر سترګو اوښکی  پر نازکو باړخوګانو داسی  رڼی  رڼی  را بهیدلې. کوتری  لونګ ته وویل:
- څونه وځنډېدې؟ تا خو ویل ژر راځم.
-لونګ وویل، یوازی  یوه شپه نه وم.
-کوتری وویل ماچی ویل کال تیرسوو.
- لونګ، را سه،چی  زیری درباندی  وکړم!
- کوتره،ښه، ژر سه را ته وایه!
لونګ وویل:
- ولاړم، زړه می  راغونډ کی، خپلی  مورجانی ته می  ټوله کیسه روکه او صفا وکړه. پوهیږې؟  چی هغی  را سره خوښه کړه،چي زه له تا سره واده وکم.
کوتری  وویل:
-ښه، مور دی  نورڅه ویل؟
مورمی راځي اوستاسره خبری کوی.
د لونګ او کوتری  شپه په دی  ډول سوالونو او ځوابونو داسی  خوږه او لنډه  تیره سوه چی  دوی یو د بل په لیدو او کیسولا ماړه نه وه، درنګ ملا د سهار اذان وکۍ. ډیرو لږو ځوانانو به په خپل ژوند کی  داسی  یوه شپه تیره کړی وي.
د بلی  ورځی  په سهار لونګ بی  خوبه و. سم کار یی نه سو کولای، مګر نسبت نورو ورځو ته زیات خوښ و. په اتاق کی  را ټول جنګیالي، قوماندنان، عربان او پاکستانيان ټول د لونګ رفتار، بی  خوبۍ او خوشحالۍ ته د شک په سترګه کتل.
د لونګ مورهم چورتونه وهل. هغی دځانه سره فکر کاوه، که د قوماندان لور ته په مرکه ورسم، باور یی نه را تۍ ، چی  خیر دی وویني. ځکه پوهیدله چی  دا اوزوی یی غریبان دی. دې  په خپله هم د هغوی د کور مزدوری  کړی ده او لونګ هم د دوی  مزدوراو دمزدوری زوی دی.
دا زما ورتګ اومرکه به قوماندان بده وګڼي، هغه به دا د ځان سپکاوی وبولې. له امکانه لیری  نه ده چی  زوی می  په یوه تور تومتی  کړي. هغه به بندی  او حتا د مرګ خطر یی  هم سته. پیسی  نه لرو، چی  د جګ ولور او لوی واده خبره ور سره وکړم.
د لونګ مورپه چرتونو کی  د خپل میړه او ورور وژنه او د قوماندان نا پاکه کړه وړه هم په زړه کی  ور تیر سوه، او نوره هم په فکر کی  ډوبه سوه، چی  په را تلونکی  کی  به د هغه سره څه ډول دوستی  پالي؟...هغی  چی  هر څومره فکر وکړ، نو دا دوستی  هیڅ ممکنه نه وه!
دلونګ مور د ځانه سره وویل: نو یوازی  دا یوه لاره را ته پاته ده، خیر دی د لونګ په خاطربه قسم مات کم، د قوماندان کور ته به وروسته له ډیره وخته یو ځلی  ورسم، خپله به مخامخ د کوتری  سره له نژدی  وګورم.
د لونګ مور بله ورځ د قوماندان کور ته ورغله. د قوماندان ښځو د لونګ د مور په ورتګ زیاتی  خوشحاله او هم حیرانی  سوې. ښځوبیا هم دلونګ دمور عزت وکئ. ځکه  دلونګ مور وروسته له زیات وخت تیریدو څخه د دوی کور ته بیا ورغلی  وه.
کوتره چی   د لونګ  د مور د ورتلو په مقصد  پوهیدله، د لونګ د مور په لیدو زیاته خوښه وه. د لونګ مور هڅه کوله چی  د خپل ورتګ سبب یوازی  وکوتری  ته ووایی  او د هغی  د خولی  خبری  وا وري. د ماپښین د لمانځه پر وخت، کوتری  د لونګ مور ته د اودس تازه کولو ګډوه له اوبو ډکه کړه او ور ته ویی  ویل:
- خاله، داوداسه اوبه دغه دي، لمونځ به زما په خونه کی  وکې.
د لونګ مورخوشحاله سوه، تر اودس تازه کولو وروسته، د کوتری  خونی  ته ولاړه،  کوتری  د لمانځه مسله ور پسی  ور وړل. دلونګ مور د لمانځه تر ادا کولو مخ کی   کوتری  ته د خپل ورتګ سبب ووایه، چی  ما ته لونګ خبره کړی ده، غواړم ستا له خولی  یی  هم وارم.
- زویه! موږ خو ډیرغریب خلګ یو، زه او لونګ خوهیڅ شی کور، ځای  او پیسی  نه لرو، ته څنګه زما د زوی  سره واده کول غواړې؟
کوتری  په ډیرجرات سره د لونګ مور ته وویل:
- موري! په هر څه خبره او پوهیږم، ډیری  پیسی  زما پلار لري. دغسی  ډیری  ماینی  هم لري... په خدای باور وکه چی یوه ورځ مو د خوشحالۍ  ګوله نه ده خوړلی  ټول ورځ په کورکی  وهل ،ډبول ، جنګونه او دعوی  وي.
- موري! بی له لونګه نور ټول نارینه وما ته وروڼه دي.
کوتره د دی  خبری  په کولو سره په ژړا سوه، او د لونګ د مور پر لاسونو ور پریوتله او په ژړا کی  یی وویل، بی له لونګه ژوند نه غواړم، ته می  مور سه، زه به دی  لور سم. هر څه چی  را ته وایې، هغسی  کوم.
د لونګ مور د کوتری  اوښکی  ور پاکی  کړی او وعده یی ور سره وکړه. کوتری ټه یی و ویل :زویه ! زه لاره جوړوم، ته بیغمه اوسه. کوتری چی دلونګ دمورمهربانی او ډاګیرنه واوریدل نویی  د هغی  لاسونه ورمچ کړل  ورته ویی ویل موری !زه دی بل زوی سوم او د لونګ مور هم کوتره پر تندی  مچ کړه.
دلونګ مور د لمانځه تر ادا کولو وروسته، کوتری  ته وویل زویه  بیا به لونګ ته نوری  خبری  وکړم .اوس به زه ولاړه سم چی  دا مندی  دی  اشتباه ونه کړی چی  ډیر وخت می  ستا په خونه کی  تیر کي. د خونی  را ووتل د قوماندان له ښځو څخه یی رخصت واخیست او د هغوی له کوره را ووته.
 -په لاره کی  یی لونګ ولید او پوهه یی  کړ، چی  خبره سمه ده. بیا بله ورځ یو ځلی  کور ته راسه.
ماښام چی  کوتری  او لونګ بیا سره ولیدل، کوتری  ژر لونګ وپوښتۍ:
- مور دی  څه وویل؟
لونګ ور ته وویل:
- مور می ستا څخه خوشحاله وه، ما ته یی  وویل، یو ځل بیا کور ته را سه.
کوتری  لونګ ته وویل،  نوڅه ته ګوری ژر ورسه، چی  مور دی  خا مخا څه در ته وایې.
لونګ کوتری  ته وویل:
- اوس شپه ده، سبا به ستا له پلاره اجازه واخلم، کور ته به د مور لیدو ته ورسم.
اما کوتره نا ارامه وه، نه پوهیدله چی  د لونګ مور به کومه لاره پیدا کړي، چی  زما او د لونګ واده وسي. په دی  خبرو خبروکی  بیا پر دوی سهار سو.
بله ورځ چی  لونګ د مور لیدو ته راغی، د لونګ مور هغه ته وویل:
- زویه! د پنجشنبی  په شپه به کوتره له کوره را وتښتوې، ما به هم خپل یو څه ضروری  شئ مئ سره تړلی  وي، دری سره به دا کلی هم لکه خپل دپیدایښت ټاټوبۍ چی مو پریښود پریږدو. دا ځل  نو مجبور یو په اصطلاح د کُفری  حکومت تر کنترول لاندی  ښار ته به ځو.
که څه چی ما خو ښار لیدلی نه دی زویه اما خدای بخښلی پلار به دی کیسه کول، چی ښاریو غټ ځای دی هلته په ښار کی  خلګ ډیر دی هلته  به ژوند  اوګذاره وکړو.خلګ وايی  تر کلی  په ښار کی  کارونه زیات دي. یوازنی د پټیدو ښه ځای ښار دی. هلته  په ډیروخلګو کی موږ خلګ څه پیژني؟
 تر هغو به هلته ژوند کوو تر څوچی دا ټوپکوال خدای (ج) ورکوي. د ځوان لونګ هم د مور خبره خوښه سوه.
لونګ چی  شپه په خپل کور کی  د مور سره تیره کړه، سهاریی هوس ؤ چی ژر ولاړسی. ځکه لونګ غوښتل چی  کوتره خبره کړي څو تیاری ونیسی .په دغو وختونو کی  لا کلی  یو مخ تور سوی  نه و، څه کورنۍ لا پر خپلو کورونو کی  پاتی  وي. تر لنډ ځنډ وروسته، لونګ بیرته د قوماندان ځای ته ورسیدی.
لونګ هلته ولیدل چی  په دا یوه شپه کيٍ وضعه بدله سوی ده. د قوماندان په کور کی  د یوی  لویی میلمستیا له پاره تیاری  نیول کیده. د کور په مخ کی  څو سړيو لرګی  ماتول، څو تنو نورو په سراچه کی  د دیګدانو په جوړولو او څو تنه نور د مځکی  په اوارولو او سمولو  سره بوخت وو.
سره له دی  چی  نیم کلی تور ولاړ دی، خو څه خلګ را جمع سوی  دي. په همدی  وخت کی  لونګ را ورسید. قوماندان چی  لونګ ولید، لونګ ته یی  وویل:
-  لونګه !ته چیريغیب وي؟ د کار پر وخت ورک سي. ځه، دلته څه کوی  چی  ولاړ يې، کور ته دننه ورسه، د ښځوسره کومک وکه.
لونګ د وضعی  په لیدو په چورتونو کی  غرق سو. هغه نه پوهیدی چی  اصلی  کیسه څه ده؟ کله چی  کورته دننه سو، ګوری  چی  په کور کی  ښځی  پورته او کښته کیږي. ښځو چی لونګ ولیدی اوس نو هرکار په لونګ کوی دی هم د ښځو سره په کار لګیا سو. هڅه يی  دا وه چی  ځان پوه کړي.
د نورو ورځو په خلاف نن خپله مینه (کوتره) نه سی  لیدلاي. کوتره دخونی نه راوزی ټولو ښځو ښه کالی  اغوستی  وو، پسولونه يی  په ځانو ځړولی  وو، د ټولو لاسونه سره وو، هری  ښځی  د ناوی  په شان ځان جوړ کړی و. د لونګ دا اوله ورځ وه، چی  سنګار کړی اوجوړی کړی ښځی  ویني.
اوس خو لونګ چټ ځوان و؛ په هر څه ښه پوهیدی، مګر دا چی  خپله کوتره نه سی  لیدلای، یا هغه له خونی  نه را وځي، نو لونګ سخت غمګین و. تر ماښام پوری  لونګ د ښځو سره کار وکړ، مګر کوتره یی  ونه لیدله.
شپه سوه، لونګ راغی، د نورو جنګیالیو په مجلس کی  کښیناست، خو فکريی  ډیرخراب و. لونګ همدلته  دنور توپکیانو دخولې خبر سو، چی  سبا سهار د قوماندان سرکښ له کوره سړی  او ښځی  راځي، د  قوماندان د لور (کوتري) شیرینی  او دستمال وړي.
د دی  خبرپه اوریدو سره نه یوازی د لونګ پر سر بلکی  په سینه کی  اور بل سو، مځکه سره سوه، د ده پر شپه سوه؛ نه پوهیدی، څه وکړي. یوی  خوا ته قوماندان ډیر خوښ و، او وېل یی چی  د یوه لوړ کور سره يی  د دوستۍ خبره سوی  ده. لونګ له مجلسه ولاړسو، او ولاړي. هغه په خپله چریکی  بستره ننووت، له ځانه سره یی د غم په دنیا کی  لاره لټوله.
 قوماندان راغي، شا و خوا يی  وکتل او په مغرورانه ډول يی  وویل:- هلکو، پام مو ونیسئ، چی  سهار د میلمنو ښه عزت وکړئ، دغه می  مشره لور ده زوی نه لرم  دا زوم به می  زوی هم سی.لونګ غمجن پروت دی هرڅه پرخپل زړه تیروی اولار لتوي. نوربیا

 

 

 

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery