مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-04-11   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

د سولې خوب

رڼا خپلواک

 

 څه خوږه ښکلې رڼا ده
 دا د شین آسمان ځلا ده
 عکس یې زر شه هله واخله
 دا د ځمکې څه ښکلا ده

 وایي سوله ده راغلې
 سولې ستړې ستړې مه شې
 سولې راشه چې دې ښکل کړم
 ګوره بیا به چیرې نه ځې

 په هر شي کې دي سندرې
 په غزلو دي خبرې
 هره خوا جوړه میله ده
 خوندوره ننداره ده

 وایي سوله ده راغلې
 سولې ستړې ستړې مه شې
 زه عذرونه درته کړمه
 ګوره بیا به چیرې نه ځې

 په کابل جوړ اخترونه
 په پکتیا کې اتڼونه
 په ښادي کې ډوب پنجشیر شو
 بدخشان کې جنتونه

 وایي سوله ده راغلې
 سولې ستړې ستړې مه شې
 زه دې زنې زنې نیسم
 ګوره بیا به چیرې نه ځې

 بیا شیریخ کې دي خوندونه
 منډهي کې ډیر رنګونه
 شهرنو کې بیرروبار ده
 مکرویان کې قدمونه

 وایي سوله ده راغلې
 سولې ستړې ستړې مه شې
 مونږ نور ستړي له جنګونو
 ګوره بیا به چیرې نه ځې

 د ماشوم په خوله خندا شته
 اوس عاشق شته اوس وفا شته
 بیا په کلي او کوڅو کې
 ورورولي شته او حیا شته

 وایي سوله ده راغلې
 سولې ستړې ستړې مه شې
 نور د ځور زغم راکې نه شته
 ګوره بیا به چیرې نه ځې

 ماشومان بیاجزبازي کړي
 دوۍ بیدیا لاشتک بازي کړي
 غریبي کې ډیر غني دي
 په ویاله کې آببازي کړي

 وایي سوله ده راغلې
 سولې ستړې ستړې مه شې
 د ماشوم زړه هیله واوره
 ګوره بیا به چیرې نه ځې

 اوس مهم دلته انسان دۍ
 او پوه شوۍ هر افغان دۍ
 عدالت او امنیت شته
 یو مثال افغانستان دۍ

 وایي سوله ده راغلې
 سولې ستړې ستړې مه شې
 نور د ځور زغم راکې نه شته
 ګوره بیا به چیرې نه ځې

 چه له خوبه زه پاڅیږم
 خپل حالت ته حیرانیږم
 نه شته سوله نه خپلواک شته
 په رڼا تیارو ځوریږم

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery