مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-04-17   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

د کونړ د کرالې د کلي د سلګونو شهیدانو د ۳۶ تلین په یاد

هلال خېل


 د ۱۳۵۷ کال د غوايي د وسلوال پاڅون چې په پایله کې يې د ۱. خ. د. ګ د واک په ګدۍ کښېناست، ددې ګوند د واک ته رسیدلو سره سم په ټول افغانستان کې د بې ګوناه او مظلومو افغانانو د وژلو لړۍ پېل شوه. د دې ګوند ځینو ځناورصفته واکدارانو د ۱۳۵۸ کال د وري د میاشتې په ۳۱ مه نېټه سهار وختي د کونړ د مرکز اړوند د کرالې کلی د ټانکونو په وسیله کلابند کړ، د کلي نه بیرون پرتو کورونو خلک يې په خپلو کورونو کې په دېر بې رحمانه توګه په شهادت ورسول او بیا یې د کلي نور خلک د مارش او ميټینګ په بهانه په دوه ځایونو کې راټول او په ډله ییزه توګه یې په شهادت ورسول او بیا يې په داسې حال کې د بلدوزرو په وسیله تر خاورو لاندې کړل چې ډیره کې یې ژوندي ول.
د دې وحشت زیات عاملین ژوندي دي، ځینې یې د افغانستان په دننه او ځینې نور په اروپا کې ژوند کوي او په ځانګړو مجلسونو کې په دغه وحشي عمل ویاړي.
دا چې د دې پېښې ټول عاملین څرګند دي، مونږ په اروپايي هېوادونو غږ کوو چې د ټولنیز عدالت د تامین په منظور یاد کسان، چې د انسانانو په لباس کې سړي خوړونکي ځناور دي د محاکمې میز ته راکش کړي.
د کرالې د کلي د شهیدانو روحونه دې ښاد وي
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery