مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-04-18   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

د بشر قصابان

ډاکټر الکوزی
د بشر قصابان
 څوک مسجد په لار کښی څوک خو هم ته په سجده وژنی
 څوک په بی وزلی کښی تل څوک په اوداسه وژنی
 ته قاضی نن چا کړی چی نا حق فیصلی تیری کړه
 دی ظلم ته ګوره مسلمان روژه پر خوله وژنی
 دا څنګه انسان یی چی خپل ورور په بیګانه وژنی
 ولی دا تنکی ځوانان ته ډیر بیرحمانه وژنی
 وربشی آخر ته دی قهار ومحکمی ته هم
 څوک د چا په نوم څوک خو هم په بهانه وژنی
 ګوره هر بچی ددی ملت په وینو رنګ دی کړ
 سترګی د ړندی شه چی عالم ټو ټه ټوته وژنی
 ته خو تو ر ښامار یی خپل بچی به ته هم خوری یو ځل
 وران به دی خپل کور شی ته چی تل خپل همسایه وژنی
 پر یږ ده چی آباد ړنګ وطن شی ای خونخواره نن
 دا څنګه انصاف دی چی امام ته په سجده وژنی
 کوم د جامعی فاسق فاجر د نن وژلی دی
 ته خو اینجینیر ډاکتر عالم غوندی ډیوه وژنی
 ته د چا زوی نه یی ته غلام د بل وطن یی تل
 ته چی دا نورس ګلان په سمه ام شیله وژنی
 دا د شهید وینه به یو ځل درته دوزخ شی هو
 ته چی ببر سری یتیمان ډیر په ناله وژنی
 کونډی بوری ګوره د بل در کښی چی خیرات غواړی
 ای د زقوم بوټیه تل خپل خار ته پروانه وژنی
 اوس که له چا نه بیریږی ورځ ته د محشر ګوره
 ته ډارن دښمن یی په کمین کښی سره لاله وژنی
 ستا به داسی مرګ وی چی کفن به دی نصیب نشی
 ځکه ته تنکی موٌ زن همیش په آذانه وژنی
 ته خو هر ماشوم افغان ډیر شه نن پیژندلی یی
 ته خو شاه شجاع یی زنانه او نارینه وژنی
 زهر دی دا کلداری شه قصابه چی اخلی نن
 ته د شرق په خوله د آسیا باز ډیر په هیلی وژنی
 نور نو د فضلی افغان د صبر کاسه ډکه ده
 ته چی بر او کوز با توران ټول پښتانه وژنی
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery