مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-04-23   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

امریکایي چارواکي: د جلال اباد ځانمرګی برید طالبانو کړی

احمد فیصل
امریکايي چارواکي په افغانستان کې د داعش د فعالیت په باب پر خپرو شویو راپورونو شک څرګندوي او وايي چې د جلال اباد حمله طالبانو کړې ده. داعش ډلې، روانه اوونۍ د جلال اباد د حملې مسوولیت چې نږدې دووسووکسانو ته په کې مرګ ژوبله واښته په غاړه واخیست، خو اوس یې خپله خبره بېرته اخیستي او وايي چې په دغه خونړي برید کې یې لاس نه درلود.د مسلم دوست په نامه یوکس ،چې ځان له داعش ډلې سره تړلی بولي وايي دا برید د پاکستان استخباراتي کړیو کړی دی په افغانستان کې د ناټو د غوڅ ملاتړ د ماموریت یوه ویاند ډیلي بیسټ ورځپاڼې ته ویلي،چې فکر کیږي دا برید به طالبانو کړی وي .
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery