مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-04-23   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

ولسمشر غني ننګرهار ته لاړ

احمد فیصل
ولسمشر محمد اشرف غني د ننګرهار له خلکو سره د خواخوږۍ څرګندولو په موخه دغه ولایت ته ولاړ. غني له هغې وروسته ننګرهار ته سفر کوي، چې څو ورځې وړاندې په دغه ولایت کې د یوه ځانمرګي برید له امله نږدې ۲۰۰ کسانو ته مرګ ژوبله واوښته. راپورونه وايي، ولسمشر غني به په ننګرهار کې د پېښې د قربانیانو د کورنیو غړو ته د یوې ګډې غونډې پر مهال وینا وکړي. د یادوونې ده چې له ولسمشر سره په دې سفر کې د حکومت اجرایه مشر، یو شمېر لوړ پوړي چارواکي، د ملي شورا یو شمېر غړي او قومي مشران هم په ملګري دي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery