مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-04-27   مخپرونکئ : 049 - دبېنواخبریال - کندهار

د سيمه ايزو ارګانونو د خپلواکي ادارې مشر او د کندهار او هرات نوي واليان ټاکل سوي دي .

لودين
حکومت د سيمه ييزو ارګانونو لپاره نوى مشر، د کندهار او هرات ولايتونو لپاره نوي واليان ټاکلي دي. د افغان حکومت يوې سرچينې بينوا او نورو معتبرو رسنيو ته وويل ، چې غلام جيلاني پوپل د سيمه ييزو ارګانونو د خپلواکې ادارې د مشر په توګه ټاکل شوى دى. سرچينې دغه راز وويل چې ډاکتر همايون عزيزي د کندهار د والي او محمداصف رحيمي د هرات د والي په توګه ټاکل سوي دي. غلام جيلاني پوپل د کابل ولايت د قره باغ ولسوالۍ اوسېدونکى دى، هغه د کډوالۍ پر مهال په پاکستان کې د کډوالو په يوه پروګرام کې دنده ترسره کړې، تر هغې وروسته يې د ملګرو ملتونو په يوه اداره کې دنده ترسره کړې ده. په هېواد کې د وسله والو طالبانو د واکمنۍ تر ختمېدوروسته هېواد ته ستون سو او د ماليې وزارت د مرستيال په توګه يې دنده ترسره کړه. له هغه وروسته بيا د سيمه ييزو ارګانونو د خپلواکې ادارې د مشر په توګه پاتې شو او بيا په ١٣٨٨ کې يې استعفا ورکړه. د ولسمشر غني په نوي حکومت کې ماليې وزارت ته کانديد سوى و، خو تر دې مخکې چې ولسي جرګې ته معرفي سو، له خپلې کانديداتورۍ تېر سو. د هرات د والي په توګه معرفي سوى، محمداصف رحيمي د کابل ولايت په پغمان ولسوالۍ کې زېږدېدلى دى. لومړنۍ زده کړې يې د کابل په حبيبيه او تخنيک ثانوي لېسو ترسره کړې، ليسانس يې د کابل له انجنيرۍ پوهنځي ترلاسه کړى او مافوق ليسانس زده کړې يې په امريکا کې ترسره کړې دي. هغه د پخواني ولسمشر حامد کرزي په واکمنۍ کې د کليو پراختيا وزارت د مرستيال، د دغه وزارت د وزير او بيا د کرنې د وزير په توګه دندې ترسره کړې دي. د کندهار د والي په توګه ټاکل سوى ډاکتر همايون عزيزي په ۱۳۵۳ لمريز کال کې په هرات ولايت کې زېږېدلی او په ۱۳۶۸ کال کې له اماني لېسې فارغ سوی دى. هغه لوړې زده کړې د MD تر کچې د کابل په طبي پوهنتون کې کړې او د روغتون په اداره کې د فرانسې سند لري. عزيزي څو کاله په هرات کې د سوځېدلو ناروغانو د جراح په توګه دنده ترسره کړې او د ۱۳۸۴ څخه بيا تر ۱۳۸۸ پورې د هرات د ولايتي شورا رييس و. هغه په ۱۳۸۹ کال کې په پارلماني چارو کي د دولت وزير و. په پښتو، دري، انګليسي او فرانسوي ژبو روانې خبرې کولای سي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery