مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-04-27   مخپرونکئ : 049 - دبېنواخبریال - کندهار

همايون عزيزي د کندهار والي وټاکل سو.

benawa afghanistan
لودين
سیمه ییزو ارګانونو د خپلواکې ادارې څخه بينوا په را استول سوي خبرپاڼه کې راغلي دي چې ددي اداري په وړاندیز او د جمهوري ریاست د عالي مقام په منظورۍ، ډاکټر همایون عزیزی د کندهار ولایت د نوي والي په توګه پر دندې ګومارل سوی دى.
د سیمه ییزو ارګانونو د خپلواکې ادارې څخه بينوا په را استول سوي خبرپاڼه کې راغلي دي چې ددي اداري په وړاندیز او د جمهوري ریاست د عالي مقام په منظورۍ، ډاکټر همایون عزیزی د کندهار ولایت د نوي والي په توګه پر دندې ګومارل سوی دى. ډاکټر همایون عزیزی د طب په برخه کې په فرانسه کې لوړې زده کړې کړې دي. نوموړي د هرات د ولایتي شورا رییس او په پارلماني چارو کې د دولت د وزیر په توګه دندې ترسره کړې دي. د سیمه ییزو اورګانونو خپلواکه اداره د کندهار ولایت نوي والي ته په چارو کې د بریالیتوب هیله کوي او د دې ولایت د پخواني والي پوهاند ډاکټر توریالي ویسا د خدمتونو قدرداني کوي. کندهار ولایت له تاریخي، سیاسي او امنیتي اړخه مرکزي ادارې ته مهم ارزښت لري. په کندهار ولایت کې متوازنه اقتصادي وده، د مرکزي ادارې مهم لومړیتوب دی او هڅه کېږي، چې د متوازنې اقتصادي ودې له لارې په یاد ولایت کې د بشپړ امنیت ټینګښت ته لاره هواره سي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery