مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-05-01   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

طالبان: د قطر په کنفرانس کې برخه اخلو، خو د سولې خبرې نه کوو

احمد فیصل
طالبانو وايي چې د قطر په کنفرانس کې، چې د بېلابېلو افغان خواوو په ګډون جوړېږي، برخه اخلي خو د سولې خبرې نه کوي. د طالبانو ویندوی ذبیح الله مجاهد پاکستانۍ ورځپاڼې ایکسپریس تریبیون ته ویلي چې د قطر په کنفرانس کې د طالبانو ۸ غړي برخه اخلي. د قطر په کنفرانس کې د طالبانو له لوري شېرمحمد عباس ستانکزی، مولوي جان محمد حنیفي، مولوي سید رسول حلیم، مولوي شهاب الدین دلاور، قاري دین محمد حنیف، مولوي عبدالسلام حنیفي، محمد سهیل شاهین او حفیظ عزیز الرحمن ګډون کوي. دا غونډه د کاناډا مېشتې ټولنې پګواش (Pugwash) له لوري ترتیب شوې ده. په کنفرانس کې به د افغانستان د سولې د عالي شورا شل کسیز پلاوی د طالبانو او د حکمتیار د اسلامي حزب له استازو سره مخامخ ناست وي. د سولې د عالي شورا ویاند مولوي شهزاده شاهد او مرستیال عطا الله لودین د سولې د شورا په شل کسیز پلاوي کې شامل کسان دي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery