مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-05-02   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

دننګرهار په ویرکې

حفیظ ملیار

 

 ننګرهار د ګلو هاره ستا بچیان زخمی زخمی دي
 ستا نیالګي زخمي زخمي دي ستا ګلان زخمي زخمي دي


 ،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،
 شازلمیان په وینو رنګ ول لمبیدل په خپلو وینو
 هره خوا سلګۍ سلګۍ وی شټیدل په خپلو وینو
 نارنج مړاوی نرګس مړاوی بلبلان زخمي زخمي دی
 ننګرهار دګلو هاره ستا بچیان زخمي زخمي دي
 ،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،
 ځوانیمرګې جنازې وی هرې خواته وړل کیدلې
 زمونږ ورونه زمونږ خویندی په هر لور به ژړیدلې
 ځوان اوزوړ دپاته نشو ستاکوچنیان زخمي زخمي دی
 ننګرهار دګلوهاره ستا بچیان زخمي زخمي دي
 ،،،،،،،،،،،،،،،،،،،
 بدخشانه تر بولانه له کنړ تر کندهاره
 ستابه کوم شهید وژاړم زماګرانه ننګرهاره
 پکتیا زخمي زخمي ده هلمندیان زخمي زخمي دي
 ننګرهار دګلو هاره ستابچیان زخمي زخمي دي
 ،،،،،،،،،،،،،،،،،،
 په مظلومو افغانانو ادیری دی چې ډکیږی
 ای افسوز دپردو جګ دی چې په مونږه تپل کیږي
 مینه مړه ده عشق مړ دی عاشقان زخمي زخمي دی
 ننګرهار دګلوهاره ستا بچیان زخمي زخمي دي
 ،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،
 ای حفیظ ملیاره څه شول دادسولې پیغامونه
 لا ترسو به خاوری کیږي ستا خواږه خواږه یادونه
 شمعې مړې دي ډیوې مړې دي پتنګان زخمي زخمي دي
 ننګرهار دګلو هاره ستابچیان زخمي زخمي دي

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery