مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-05-15   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

یوه ښه بیلګه‏

عبدالواحد تابع

ښه اوپاک کس هیڅ کله نه ویریږی که څومره ناتوان اوفقیر وی.درنو هیوادوالو د تیرو دورو یادونه به نه کوم چی پکی د کومی ډلی پلوی ښکاره نشم او د یوی ډلی پلوی نکوم هغه ځکه چی زمونږ په هیواد کی داسی ډله تراوسه مور نه دی زیږولی چی ولس او هیواد ته خدمت وکړی اوپری و ویاړو.دا تش په نوم مشران ناری وهی چی مونږ د خلکواستازیتوب کوو،مونږ زیارایستلی،مونږ وینی تویی کړی،مونږجهاد کړی،مونږستړی شوی یو،مونږانګریزان شړلی،مونږ روسان شړلی اوپه همدی سره یی مونږ ډ نګر،ډنګرکړو او دوی خپلی لوبی کوی والله چی نوش جان د شی.خوبیا کله چی یو وګړی د هیواد ریښتینی اوپرځای نیوکه د هیواد د سلامتیا لپاره ولری لومړی یی د دوی له ویری ویلی نشی او که کوم یو پیداشی چی خپل غږ اوچت کړی یا ټاپه پری لګوی او یا یی وژنی.که په ریښتیا سره د خلکواستازی یاست او د ولس له منځه یاست نو ویره موبیاله چاڅخه ده؟تاسو خو یو خپلوسیموته تللی نشی ،پرته له وسلواوساتونکوګرځیدی نشی،تګ اوراتګ موپه زرهی موټروکی ده اوهیڅ یوکار پرته له بډی څخه نکوی.دانوڅنګه مشرتوب او استازیتوب ده .تاسواوخدای موله ولس څخه خوشرم نه لری له الله څخه وشرمیږی نور مو پریږدی.د بیلګی په ډول به بشردوست یاد کړم دا خوهم افغان ده او د خلکواستازی ده او په پاکواو سوچه رایویی ځان تر ولسی جرګی رسولی .پوهه یی ترټولواستازو ډیره خاین،غل او رشوت خورنه ده ،ملی فکر ورسره او د خلکو ریښتینی خدمتګاردی په ټول ولس ګران او یوځانګړی ځای له هریوه سره لری ،ترټولوښه پلان لری د ښو یی ډیرڅه شته چی یاد یی کړم خو همدومره بس ده.ښاغلی بشردوست سره له د چی ترټولو ملی ده پرته له ویری ،پرته له زرهی موټر،پرته له وسلوڅخه په هروخت کی اوپه هره سیمه د هیواد کی ګرځی او ولس سره وینی.اوس پوښتنه دا ده چی ریښتینی خدمتګار اواستازی د ولس څوک دی؟ولس باید پوه شی او بیا دغوغلوته رایه ورنکړی ځان او هیواد ترینه وژغوری. دا ځل ښو اونیکوته خپله رایه ورکړی چی هیواد مواباد شی،سوله راشی،کارپیداشی،مینه او ورور ولی پیدا شی،هیواد مو په سیالانو کی سیال شی او دا د شرم په کلمو سره نور یاد نشی مونږ هم انسانان یو د شه ژوندانه حق لرو.درنو هیوادوالودا په مونږده چی سیال ته رایه سوکالی ته رایه ده. نور نو ځان او ولس له د بی شرموڅیرو څخه وژغوری.پرونی او ننی جګړه،ورانی،تعصب،وژنی او د هیواد او خلکو خرڅول په کرتو،کرتودا ټول د همدغو تش په نوم مشرانوکار دی همدوی موسره جنګوی ،همدوی مو د ویر په ټغر کینوی .هغه ځکه چی د الله اکبر،زنده باد او مرده باد کسان یی مونږ یو. یو ځلی تاسو د دوی په خوله الله اکبر،زنده باد او مرده باد مه وایاست بیا وګوری چی دلته سوکالی راځی او که نه .فقط یو واری یی امتحان کړی .((د خدای لپاره))
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery