مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-05-20   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

غلطه ډیموکراسي

محمود نظری

 

 دهرکاندید وینا ده لکه د کلاشنکوف ضربه
 چې واک وګټې بیا ټکان کوي یویو ټکه ټکه
 پوه سه هغه چې غوریږي هومره نه اوریږي
 دا متل باید دې خلکو د رابړانو کړې وای زده
 هیڅکله موسړی په کاڼې پوخ نه دی تللې
 موږ دمتریک سیستم په کاڼې نه یو آموخته
 زموږ راسته لاس تل توري پشي د ی څټلی
 باید خپل عقل وچلوو نه کړو دبل چا په خوله
 دهر کار اخیر مو په توبه پزه په تبۍ ده موښلې
 دا کار کله موږ کړو او چارو ته کړې ده څه ګټه
***
زموږپه ملک کې ټول واکمن دي ډیموکراتان
 مغز یې روښانه دی د ډ یموکراسي دي پاسبانان
 څوک دهغو د ناروا کارو په اړه څه کولای نسي
 دهغو مخ دا سې توردي لکه تک تور کارغان
 زموږټول واکمنان ډیموکراسي دي هیضه کړي
 ان په تذکره دافغانستان کې نه مني نوم دافغان
 دډیمو کراسي واکمنو لکۍ دي بل چیري غوټې
 پردي جاسوسان زموږ واکمنان سوي او والیان
 بې عدالتي زنګوي د ډیموکراسي په زانګو کې
 منډې د عدالت غوښتونکو په کونه کاږه موږان
 دډیموکراسي په بازارکې هر جعلي نوټ چلیږي
 یو مو شخصتونه غندي بل مو تغیروي نومان
 په هر څه لوبې کوي دا د ډیموکراسي حرمونیان
 پردو واکمنانوته دا ډیموکراسي ده زموږ یرمغان
 ملته چپ مه پاته کیږه په دې ناروا او ناخوالو
 راپورته سه ددې ډیموکراسي پر ضد وکړه فغان
 دښمنان مو د ارګ واکمنو ته په توتو دانه اچوي
 خودپه دانه باندې را ټولیږي لوی او واړه مارغان
 آیا ډیموکراسي دا ده چې خپل کلتور خرڅ کړه
 که دخپل اصیل کلتور په ځای راوله کلتور د ایران
 وګورئ د لویدیځ ډیموکراسي ته ځان په پوه کړئ
 باید دیو انسان آزادۍ نسي د بل انسان په زیان
 دلته په خوله د هر غدار ده کلمه د ډیموکراسي
 په مسلمانانوکې یهودان نارې کړي بې وخته اذان
 هر غل اخته دی له ډیموکراسي ځان ته لومه جوړوي
 څوک کوچنی چوغکه نسي څوک لوی لوی پیلان
 هر شی چې د لویدیځ په خوښه وي هغه ډیموکراسي ده
 ډیموکراسي یوه اله ده په دنیا کې په لاس دشیطان
 په اسلام کې یې جوړکړ طوفان دلویدیځ ډیموکراسي
 هغه چې ډیر مسلمانان وژني هغه دي ښه ډیموکراتان
 دا ډیموکراسي موم دی په لاس کې د واکمنو
 هر شی ترې جوړوي په زور د رسنیو واکمنان
 که یو بهرنی مسلمان مړ کړي دا ډیموکراسې ده
 که مسلمانان بل مړ کړي هغه نومیږي تروریستان
 زه دې ډول ډیموکراسي ته اریان دریان یم
 هم غل ته ازادی ده ، هم مسلمان کشی ده هم تالان

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery