مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-05-23   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

د ملي امنيت شورا د اجرايه رييس د وياند څرګندونې رد کړې

احمد فیصل
د ملي امنيت شورا وايي، پاکستان سره په استخباراتي برخه کې د همکاريو په سند کې کوم بدلون نه دى راغلى، ځينې کړۍ چې په کې د بدلون ادعا کوي، هغوى په خپله د حکومت برخه دي. د ملي امنيت شورا وړمه ورځ په ډاګه کړه، چې ياد سند تر اوسه لاسليک شوى نه دى، بلکې د دې سند يواځې تخنيکي ارزونه بشپړه شوې ده. د حکومت د اجرايه رييس ډاکټر عبدالله وياند مجيب الرحمن رحيمي، تېره شپه د طلوع تلويزيون په يوه ګردي مېز کې کې ادعا وکړه، چې د دوى د فشارونو له امله د ياد سند په ځينو برخو کې بدلونونه راغلي دي. خو د رسنيو او فرهنګي چارو په برخه کې د ملي امنيت د شورا سلاکار نجيب الله منلي وويل، چې په ياد سند کې هېڅ ډول بدلون نه دى راغلى. د منلي په وينا، ځينې سياسي کړۍ، شنونکي او د مدني ټولنې غړي پرته له دې چې له واقعيت څخه ځانونه خبر کړي، ارزونې او تبصرې کوي او حقايقو پسې نه ګرځي. دى وايي، د دوى دا ډول څرګندونې او تبصرې د هېواد د ملي ګټو په زيان تمامېږي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery