مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-05-26   مخپرونکئ : 090 - دبېنواخبریال -کابل

د کندهار ښار نښته ( ۷ ) تنو ته په مرګ ژوبله پای ته ورسيدل .

benawa afghanistan
لودين
نښته چي تير ماښام اته بجې پيل سوي وه نن ماپښين دوې بجې پای ته ورسيدل . د جګړې پر مهال دوه بريدګر ، يوه ملکي ميرمن او يو پوليس ووژل سول او درې پوليس تپيان سول .
په کندهار ښار کې دوو وسله والو بريدګرو د ښوونکو د روزني د عالي موسسي د ودانۍ څخه په ګټه اخستني د کندهار ښار په څلورمه امنتي حوزه کې پر پوليسو باندي اتلس ساعته جګړه وکړل . نښته چي تير ماښام اته بجې پيل سوي وه نن ماپښين دوې بجې پای ته ورسيدل . د جګړې پر مهال دوه بريدګر ، يوه ملکي ميرمن او يو پوليس ووژل سول او درې پوليس تپيان سول . سيمه همدومره وخت کلابنده وه ، چې پر مهال يې افغان امنتي ځواکونه د وسله والو او ځانمرګو بريدو په له منځه وړلو بوخت وه . ماپښين دوې بجې نښته پای ته ورسيدل او د جګړې سيمه چې د يادي موسسې انګړ وو خبريالانو ته وښودل سول . د پوليسو د امنيت امر مل پاسوال رحمت الله اطرافي په سيمه کې د خبريالانو سره په خبرو کې د جګړې مرګ ژوبله اووه تنه وښودل چې دوه وژل سوي يې بريدګر ، يوه ملکي ښځه او يو پوليس دي او درې نور ملي پوليس ټپيان دي . په دې جګړه کې د ښوونکو د روزني د عالي موسسې ودانۍ ته هم زيان رسيدلی دی ، پوليسو د شپي د جګړې سره سم د موسسې ليليه محصلين خوندي ځايونو ته رسولي دي ، امنتي چارواکي وايې چې د نښتي د اوږديدو لامل د زياتي مرګ ژوبلي مخنيوی وو او دوی له بريالي نظامي تکتيک څخه کار اخستی دی . د بريد مسووليت وسله والو طالبانو په غاړه اخستی دی ، طالب وياند قاري يوسف احمدي وايې چې په دې بريد کې يې زياتو امنتي سرتيرو ته مرګ ژوبله اړولې ده .
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery