مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-05-31   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

د ډیل کارنګي ژوند لیک

سحرګل سحر

سحرګل سحر
ډیل کارنګي په ۱۸۸۸ میلادي کال د نومبر په ۲۴ مه د امریکا د مارویلي میسورډ سیمی په یوه بزګره کورنۍ کي نړۍ ته سترګي پرانیستي دي .
پلار یې جیمز ویلیام کارنګي د خپلي سیمي یو غریب بزګر وؤ، ډیل کارنګي په کوچینوالي کي له خپل پلار سره د بزګرۍ او مالدارۍ په چارو بوخت و او ترڅنګ یې د وارنسبورک په کالج کي زده کړه کوله، کله چي په نوموړي کالج کي له زده کړو فارغ سو لومړنۍ دنده یې د اخبارونو پلورنه وه، څه موده وروسته یې له یوې کمپنۍ سره کار پېل کړ او لږه پانګه یې ترلاسه کړه د امریکا د ډراماتیک هنر اکاډیمي ته ولاړی او د تمثیل زده کړه یې پېل کړه، څه موده وروسته چي ورته ځان د ډراماتیک هنر په چارو کي ښه بریالی ښکاره نه سو نو ورڅخه لاس په سر او بیرته نیویارک ښار ته ستون سو او په YMCAxa ۱۲۵ کوڅه کي یې استوګنه غوره کړه، دا چي تر ډېره یې دنده نه درلوده، نو د غربت او مفلسۍ په منګولو کي راښکېل سو، لیکوالۍ ته یې مخه کړه، یوې ورځپاني ته به یې کالمونه لیکل او کله نا کله به یې راډیویي خپروني هم لیکلي .
ډیل کارنګي چي په ښوونځي کي د زده کړي له دورې څخه په وینا کولو کي پوره مهارت درلود او ددغه هنر لاري چاري یې ډیري ښې زده کړي وې نو د لیکوالۍ ترڅنګ یې په ۱۹۱۲ میلادي کال د اغېزمنو خبرو کولو او انساني اړیکو ساتلو په نامه یو انستیتوت جوړ کړ، چي په خپله یې په کي تدریس کاوه، د وینا کولو د هنر ډیرو مینه والو ددغه انستیتوت په کورسونو کي ګډون وکړ، کارنګي د خپل ژوند تر پایه په همدغي دندي بوخت و، ددغه انستیتوت د وینا کولو د هنر د زده کړي په کورسونو کي چي د امریکا په ډیرو ښارونو کی یې څانګي درلودې په سلګونو زره ویناوال وروزل سول، چي په هغو کي ډېر یې د نړۍ په مشهورو او بریالیو ویناوالو کي شمېر دي، ډیل کارنګي ته د همدغه ویناوالۍ د هنر د زده کړي د کورس او چاپ سوو روزنیزو آثارو د لیکلو له امله ستر نوم او شهرت ور په برخه سوی دی، د لیکوالۍ په ډګر کي د هغه لومړنی چاپ سوی اثر (( عامیانه خبري )) وؤچي د سوداګرۍ لپاره یو عملي کورس وؤ، وروسته بیا ددغه کتاب نوم په (( عامیانه خبري او اغېزمن وګړي په سوداګرۍ کي)) واوښت ورپسې یې په ۱۹۳۰ میلادي کال د (( څنګه کولی سو ملګري او بانفوذه خلک وګټو)) تر سرلیک لاندي بل کتاب هم چاپ سو چي هغه مهال د نړۍ په ۳۱ ژبو وژباړل سواو په میلیونونو نسخې یې وپلورل سوې چي د نړۍ په ډیرو پلورل سویو کتابونو کي هم وشمېرل سو، د کارنګي بل مشهور اثر د ابراهام لینکلن ژوند لیک دی چي (( ناپېژندلی لینکلن )) یې نومولی دی، د نوموړي ځیني کتابونه په دري، پښتو او اردو ژبو هم ژباړل سوي دي .
ډیل کارنګي د خپل ژوندانه په بهیر کي پدې اند او ګروهه و چي څنګه نورو ته داسي لارښوونه وکړي چي دخپل ژوند په خپلو چارو کي بریالي سي، د هغه د ژوند شعار او د آثار ډېر مهم عبارتونه دا دي ، چي ( باور وکړه چي ته به بریالی کېږې او ته به کېږې)) بل دا چي (( مینه زده کړه، د نورو خلکو درناوی وکړه او ورسره یو ځای سه )) نوموړي خپل زیاتره آثار د همدې موخي او ګروهي پر بنسټ لیکلي ځکه یې آثار ډېر عام مقبولیت ګټلی او دی یې له نړیوال نوم او شهرت څخه برخمن کړی دی.
ډیل کارنګي د ۱۹۵۵ میلادي کال د نومبر په لومړۍ نېټه د ۶۷ کلونو په عمر په نیویارک کي ومړ.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery