مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-05-31   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

دګلابونو ژبه

خپلواک دریځ

د امو دریاب له څنډو راټوکېدلې
او د اوسني افغانسان ټولې درې، غرونه او رغونه یې
په خپلو چاودو پوندو تی کړي
هغه دبیټ نیکه دمناجات دهغه داولادې، دامیرکروړ دحماسې، د بایزید روښان دعرفان تصوفو او دهغه د سپېڅلې مبارزې اومکتب، د خپل ستر پلار خوشال بابا دغرور، دبدبې، د هغه دتورې، قلم اودرست کلیات، د احمدشاه بابا دتورې د شرنګ، دغازي امان الله خان د خپلواکۍ دغږ، دخان پاچاخان د عدم تشدد دمبارزې، دمیوند دملالي د یاقربان اوله هنده تر اسپهانه دزمرو ژبه ده.
دمئین درنګینو خوبو د تعبیرو اودهغه د جانان دښکلوانځورونو، دشاعرد خیالاتو دپرښتو، دمصویر د رنګونواوکمالاتو، دطالبانو د مدرسې دټنګ ټکور، دموسیقۍ دسُراوتال، دسیندونودسندریزو څپو، دپسرلي د ورېښمین وږم، دګلابونو د خبرو او د افغانستان دملي سرود ژبه ده.
درحمان بابا د دېوان، دپنځو ستورو حبیبي، رشاد، بېنوا، رییښتن او ګل پاچا الفت دنثر اونظم او دغزل د بابا حمزه ددېوان ژبه ده.
هغه د پښتنو د غیرت، شهامت او زرین کلتور ژبه ده، د ارګ ژبه ده، د بانډې ژبه ده، د قصرژبه ده، د کیږدۍ ژبه ده، د ټپو ژبه ده، دغزلونو ژبه ده، د زخمونو د ملهمونو ژبه ده او زموږ د زړونو ژبه ده.
نه د وحشت، نه د ظالم، نه د نفرت، نه دتعصب، نه د جګړې، نه د دوږخ، نه د نفاق، نه د تحقیر ژبه ده.
هغه دسولې، مینې، محبت، خلوص، یووالي، شفقت اوجنت ژبه ده.
وایي اغیارچې د دوږخ ژبه ده
زه به جنت ته دپښتو سره ځم

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery