مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-05-31   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

کندهاری تذکره

محمود نظري


 
 ۳۰-۵-۲۰۱۵
 مبارک! په کندهار کې دي تذکره واخیسته؟!

څنګه دي تذکره واخیسته ؟؟؟؟
 ډیر اسانه !
 ***
سهار تر لمانځه وروسته له کوره وتم په اوداسه
 یو بوتل یخي اوبه یوه روغانۍ مې دتر ملا تړله
 اول ولاړ م نوي کومنداني ته تر میدانه نارسیده
 دکومنداني مخي ته یوه داغزن سیم وه یوه منطقه
 درې عریضه لیکونکي تر سایوانو لاندې وه اخته
 په سل افغانیو یې راته توره کړه یوه سپینه عریضه
 د یو دوکان مخي ته ناست و دکوماندان نماینده
 عریضه مي ورکړه ول سبا یې ښار کې حال ونیسه
 سبازړې کومنداني ته ورغلم له مدد څوک وروسته
 هلته مې دعریصې خبر د یو عکاس له دوکانه ونیوه
 وروسته له ډیرو هلو ځلو مي خپله عریضه پیدا نه کړه
 ول سبا راسه پرون کومندان درلوده یوه مهمه جلسه
 سبا مې خپله عریضه پیدا کړه هغه مې شاوخوا کړه
 په هغه کې یوشی چې نه ویل کیده لکه چې وه نوشته
 بیا تر دووتلاشي تیر سوم پیدا مي کړه خپله ناحیه
 مدیر صیب ته مي دلیري په خندا عریضه کړه ورښکاره
 هغه په ترخه مسکاویل کتابوکې پیدا کړه خپله سابقه
 هله هله په کتاب کې مي پیدا کړه د خپل پلار ټوله ورثه
 خپل د سابقې پیدا کیدو کړم ډیر په وجد او جذبه
 زړه مي غوښتل ناری کړم دآدم اودرخانۍ یوه ناره
 مدیر راته ولیکل په عریضه ،ورسره ځان که ثقه
 واخله دښاروالې د ناحیې او ملک دلته مهر اوتاپه
 سبامي یوړه ښاروالي ته بیا اولې ناحیې ته عریضه
 ملک راڅخه وغوښتل دوه سل ګون دمهر کولو اجوره
 سبا بیا ولاړم زړې کومنداني ته دوباره په اوداسه
 تحویلدارپه شلو افغانیو راکړه دلسو افغانیو فورمه
 فورمه مامور ډکه کړه په بدل کې د سلو افغانیو قلمانه
 بیا یې و لګوله په فورمه په بسم الله زما ګوته سبابه
 شکر مې ویسته چې زما قبوله سوه په دې اداره کې توبه
 بیا رییس که و هغه یې لاسلیکوي که نه لکه ما راځه اوځه
 ایله په لسو ورځو کې زما مثنی د تذکرې سوه پوره
 دوه زره افغانی لګښت وخت یې ونیوه یوه نیمه هفته
 چې تر لاسه مې کړه د تذکره دمثنی دا پاڼه محترمه
 خلکو په اوږو سپورکړم او ګلان یې راباندې شندله
 ماچې ویل بابا یم او د پاني پټ مي کړې ده سوبه
 دا ده زموږ د کندهار د ښه چوپړ یوه ډیر ښه نمونه
 دچا چې کار خلاص سي داسې ژر او ډیر په اسانه
 دکار د خلاصیدو وروسته احساس کوې خورا فتحانه
 تبریکي راکړئ عالمه چې ترلاسه مي کړه د تذکرې ورقه
 په دوو زرو افغانیو لګښت اووخت یوازې یوه نیمه هفته

***
خوشاله یې ؟
 هو!!!
زما لس ورځي رخصتي سوه په کندهار کې پوره
 بل وار رخصتي کې به هغه د ورثه لیک لپاره وچلومه
 که هغه وخت نه راغله هغه چې وایي الکتروني تذکره
 هغه خدای څو کاله وخت نیسي غواړې به څومره جزیه
 په دې وطن کې دي خدای مه بنده وه کومه غوټه موټه
 له ګوډ پیاده نیولې تر ببر رییسه غواړي درنه وټه
 عجبه لا دا ده یوازې چلیږي اوس دلته پیسه
 دیو بل په خوله کې یې توکړي نه چلیږي واسطه
 هر چیرې لیکلي دی « چا ته رشوت مه ورکوه! »
تر هغه لاندې مامور درته وایي واچوه قلمانه
 هر دفتر ته چې ځې درباندې ده دپکه دړکه کونه
 هر خواته دې پوري وهي خشره عسکر اوکاڼه پياده
 هر حکومتي دفتر چې ننوځې بوټونه درباندې باسې
 له دفتر یې جوړکړی ناپاکو خلکو ماجد اومدرسه
 دا ده زموږ د لوی کندهار د چوپړ یوه ښه بیلګه
 خود به ټول ناراضه را تا کیږي له غره بې اندېښنه
***
اوس څه کوې؟
 دخلکو په اوږو سپور ځم تر عکاسه!

راکړه عکاسه د تذکرې مثنی ته یوه د پلاستکو لفافه
 عام خلک تذکره تر لاسه کوي په بدل د دوو میاشتو نفقه
 تبریکي راکړئ عالمه چې وا خیسته مې دلته مثنې تذکره
 په دوو زرو افغانیو لګښت لږوخت مازې یوه نیمه هفته

 وییونه : دپکه دړکه کونه ( بې ابې او غصه)، کاڼه ( په یوه سترګه ړوند)

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery