مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-05-31   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

دا کوچنی زما نه دی!

محب الله شرفزی
ښه مې په یاد دي د ښوونځي په یولسم ټولګي کې وم د ښوونځي څخه د باندې را ووتلم د ښوونځي مخې ته د پاکو اوبو لاسي بمبه وه د مکتب د باندې ډېره کراري خوره وه د بمبې څخه چې اوبه راوتې شړا يې ډېر خوند کاوه په خوند خوند اوبه څښم خپله تنده ماتوم چې د شا له خوا نه تور سرې غږ راباندې وکړ زویه!
دا زما ماشوم ته هم اوبه وکړه ثواب به دې وشي!
ورته ومې ویل سمه ده مورې؛ کوچنیه راځه اوبه وڅښه! په سوچ کې مې له ځان سره وویل” موږ هم په جنت کې لغتې نه وهو ثواب دی په کې وروره”
په ډېره خوږه ژبه مې ماشوم ته وويل ښه تنده دې پرې ماته کړه خدایه شکر وڅښه وڅښه څومره چې څښې بمبه درته وهم.
ګلالي ماشوم په خپل ماشومانه ناز اوبه څښلې او یو څه وخت يې ونیوه استاد او ټولګيوال مې په درس ویلو لګیا وو زما ټولګي ته بیړه وه درس را نه تېرېده.
د وړوکي تنده ماته شوه اوبه يې بس کړې ما يې هم پر سر لاس کش کړ تر چيشته غومبوري مې ټينګ ونیوه وروسته ورو ورو د ښوونځي په لور ترې روان شوم څو قدمه وړاندې ولاړم چې د شا تر لمن چا کلک ونیوم، شا ته مې وکتل هماغه کوچنی ماشوم دی راته مسک مسک کيږي زه یوه او بله خوا ګورم مور يې نشته.
د زړه ډبا مې غوږونو واورېدله له ځان سره مې وويل او زما خدایه!
اوس څه وکړم دده مور څه شوه؛
 ورته وايم مور د څه شوه له ماشوم څخه چې هر څه پوښتم له يوې کليمې پرته هېڅ نه وايي ماشوم ته چې هر څه وايم همدا وايي(ايشته) له کوچني سره په همدې کړکېچ یم چې د ښوونځي مدير صیب راووت را باندې غږ يې وکړ
 او! وړکیه ټولګي ته ولې نه ځې؟
 ما ورته وويل خو... مدير صیب را غبرګه کړه مرګ مدیر صېب په دې ماشوم څه کوې؟
 د مدېر صیب له ډاره مې کيسه زر ورته پیل کړه په دې حال کې څو تنه شا او خوا رانه تاوو دي مدير صیب په خپله تنده لجه راته وويل د ښوونځي په څنګ کې د چڼیانو مدرسه ده ملایان به ددې فیصله وکړي ورشه؛
 ماشوم د ښي لاس تر شهادت ګوتې نيولی یم د مدرسې په لور روان شوم مدرسې ته چې ننوتم څو تنه مولوی صاحبان ناست دي.
له سلام اچولو وروسته مې زر کیسه ورته وکړه سم د لاسه يې پنځه چڼيان د ماشوم د مور په پیدا کولو پسې ولېږل په دستي يې ښځه مدرسې ته راننویسته؛
 زه د ښځې په لیدو داسې خوشاله شوم لکه څه مې چې پیدا کړي وي په ليدو مې يې غږ وکړ همدغه ښځه ده،خو ماشوم له ما څخه بېل نه شو.
مشر مولوی صیب وويل راځئ پرېکړه به په جومات کې وکړو چې دا کوچنی د چا دی؟ ټول نيږدې جومات ته ننوتو مولوي صیب ښځه د جومات په یوه کنج کې کېنوله زه يې په بل کنج کې کېنولم په دې حال کې ماشوم د مولوي صیب سره دې او د دواړو په منځ کې ناست دی مولوي صیب غږ وکړ په نوبت سره ماشوم ته لاس ونیسئ چې په تاسې دواړو کې هر چا ته ماشوم ورغی د همغه دی.
ډېره ساده پرېکړه يې وکړه له دې سره سم زما زړه په ډبېدو شو.
لومړی يې خپلې مور ماشوم ته لاس ونيول ويل راشه!
کوچني د هغه زوی مخ ترې واړوه،
 ما هم زړه نا زړه نیمچه لاسونه ورته ونيول له راشه ویلو پرته ماشوم په شنه خوله رامنډه کړې په غېږ کې مې پرېوت.
د ماشوم په راتګ سره د هغې مور له جومات څخه د باندې ووتله ما په ډېر شور او ځوږ سره ویل هغه مه پرېږدی د ماشوم مور ده دا کوچنی زما نه دی زه يې هم یوازې پرېږدم په همدې حال کې له مشر مولوي سره مې لانجه شوه دا څنګه قضاوت او پرېکړه د وکړه لاس او ګرېوان شوو سره؛ له ډېرې غوسې مې مولوي ته په خوله سوک ورکړ نو له سوک سره سم راويښ شوم.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery