مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-05-25   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

ددولت دشپږو میاشتو نوښتونه

محمود نظری

 


 دافغانستان د ادارې موټر یې دوه اشترنګه کړ
 دامریکا دبهرنیو چارو وزیر یې دوه ارتینه کړ
 لولو مخ ته للیان ورپسې هر چیري دي په اټن رهي
 دنیاته یې په دې ډله ډله تلو دا دولت با عزته کړ
 نظام ماشاالله اوه مشران لکه کونګریان وزیږول
 هغه وچ «کری» یې د وطن د واکمنو میږومینده کړ
 ویل ټول کارونه اهل کار ته خپله په مرکه سپارم
 یونا اهل کار یې تر دې دمه په مسخرو مقرر نه کړ
 هغه ورځ دلته جشن او اختر سي او ډالر ارزانه
 د «کری» راتګ یا تیلفون یې خلکو ته ذوالحجه کړ
 ول په خواروطن کې د غاصیبینو مین پاکي کوم
 ټوله یې په لوړو کارو وګمارل یو یې لا برمته نه کړ
 نیم والیان یې نه مني امرونه نه یې ځړوي عکسونه
 له ټولو بې دینویې هغه یو عطا دینداره ایسته نه کړ

***
ټوله ورځ اشت ومشت دی او ګردي میزونه
 په شپږو میاشتوکې یې کابینه قصدي پوره نه کړه
 دباچا په خوله اوس څوک سلاته نه میده کوي
 نوښت دباچا فرمان لکه خبره د اجراییه دپياده کړه
 دیو فرمان یې معرفي کوي د بل فرمان یې رد وي
 ځکه خلک دې جدي فرمانو بیخي ډیر خسته کړه
 په والیانو شخړه وه ټوله یې سرپرستان کړه
 په ابتکار یې په دې غړکه تر اوسه کوچ ونه کړه
 ول رشوت ورکوم له دې خاکي فاني دولته
 د رشوت بده کلمه یې بدله په ګرانه تحفه کړه
 ول زما ټول ژوند دي ځار یوازې دسولې سي
 سوله یې د امنيتي تفاهم په قراردادمبادله کړه
 دغلو د پیاوړي وعده یې پيل کړه د کابل بانکه
 په یوه محاکمه یې پاکه د دې ټولو غلو بونه کړه
 پخوا ار ګ یوکشوازي لرله په دې ولس کې
 هغه یې هم نوښت د خاینانو اودس خانه کړه
 موږ ته اول لمبر متفکر په کار دی نه بې سور
 خدایه متفکر مو په نوښتونوکې ناکامه مه کړه
 ګمان کوم دا سرې شړۍ اخیر خړې اوړۍ سي
 خدایه د واک وږی د غلو له شراکته ځانله کړه
«نظری» مه خوشالیږه په ټپلو د نویو نوښتونو
 متفکره ! له ولسه دنورو زغملو تمه مه کړه

 وییونه :بونه ( مقعد)

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery