مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-06-19   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

دلته نخرو ته مه راځه!

محمود نظری


 
 ۱۹-۶-۲۰۱۵

 

لوسدريه ! کندهار ته میلې ته مه راځه
 بزرګه ! زیات زیارت د خلقې ته مه راځه
 بوغه یې ! نور دچرسو چټې ته مه راځه
 لوی لالا! ددوستانو فاتحې ته مه راځه
 اې درغله! دانارو مشاعرې ته مه راځه
***
په راتګ مو زموږ ټولې لارې بندیږي
 په موتړو کې مو ټولې میوې خرابیږي
 ناروغان د روغتون تر تذکرې نه رسیږي
 د ماشومان مو نو په ریکشا کې پرېکیږي
 غولن واکمنه! زموږ بښکولې ته مه راځه
 لوسدريه ! کندهار ته میلې ته مه راځه
***
دپخوانیو وعده تکراریدو ته مه راځه
 هغه پوره کړه بیا نویو وعدو ته مه راځه
 نور نخرو ،چکرو اوبنډارو ته مه راځه
 نور د یارانود چرسو چټو ته مه راځه
 دوړنه! زموږ ازمایل دحوصلې ته مه راځه
 لوسدريه ! نور کندهار ته میلې ته مه راځه
***
ستا په راتګ ټول کندهار یان خوږیږي
 په لارو بندولومو زاړه او ماشومان ځوریږي
 دوترونه ستا ددیدن په ارمان بندیږي
 بازارونه ټوله په پار ستا قهرمان تړل کیږي
 غرتکه! زموږ اوریدو دالې بلې ته مه راځه
 لوسدريه! کندهار ته نور میلې ته مه راځه
***
ان یوه موهم برق جوړ نه کړ دې ولایت ته
 شوکماران مو راته خزه کړي دلته رشوت ته
 دخلقې سړک مو بند کړی دځان امنیت ته
 دا ستاسو ښه احترام دی زموږ زیارت ته
 باټکه ! بیا ووټ ته دې دروازې ته مه راځه
 لوسدريه! نور کندهار ته میلې ته مه راځه
***
که راځې راځه لاکن دښه زیرې سره راځه
 ښه ته مډال دبد لیک د لیري سره راځه
 دلوسدرۍد سدرۍ دجیب څیرې ته راځه
 دنوي مداري او نوي تانپورې سره راځه
 مګر بوغه یې نور دچرسو چټې ته مه راځه
 لوسدريه ! نور کندهار ته میلې ته مه راځه
***
موږ ستا په بدوربوزی نه یو مین مه راځه
 په کار دی نه یو ذره هم مطمین مه راځه
 په افغانیت دي نه یو هم ډاډمن مه راځه
 غولنه واکمنه دلته بښکولې ته مه راځه
 لوسدريه نور کندهار ته میلې ته مه راځه
 وییونه :
اله بله ( زاری اوفر یاد )، بښکولې( بدې پیښې)

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery