مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-06-25   مخپرونکئ : 090 - دبېنواخبریال -کابل

په ارزګان کي د دولت درې تنه مامورين وسله والو طالبانو تښتوولي دي .

لودين
يوه باوري سرچينه وايي ، چي د اروزګان ولايت د خاص اروزګان ولسوالۍ ، د احصايې، زراعت او څارنوالى دري تنه مديران د وسله والو مخالفينو له لوري تښتوول سوي دي . د سرچيني په حواله چي تښتوول سوي کسان د ولسوالۍ د کرهڼي مدير محمد قاسم ، د څارنوالي مدير اسدالله او د احصايي مدير نعمت الله نوميږي . د سرچيني د معلوماتو له مخي چي ياد کسان د تيرو څو ورځو راهيسي لادرکه دي او وروستي معلومات يي وايي چي هغوی د دولت سره د تړاو په تور وسله والو طالبانو تښتوولي او نامعلوم ځای ته يي بېولي دي . د خاص اروزګان ولسوالۍ ولسوال عبدالکريم کريمي د هغوی لادرکه کيدل تايدوي ، خو د طالبانو له لوري د تښتولو څخه يي ناخبري ښيي . نوموړی وايي چي ياد کسان د تيرو دريو ميآشتو راهيسي دندو ته نه دي حاضر سوي او دوی يي په پيدا کولو هم نه دي توانيدلي . د يادو کسانو د تښتووني مسووليت چا په غاړه نه دی اخستی او نه يي هم وسله والو طالبانو په اړه څه ويلي دي .
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery