مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-06-25   مخپرونکئ : 090 - دبېنواخبریال -کابل

کندهار والي د ميرويس روغتون رواني چاري له نژدې وليدلې .

لودين
کندهار والي د ميرويس روغتون رواني چاري له نژدې وليدلې . ن سهار د کندهار والي ډاکټر همايون عزيزي له ميرويس حوزوي روغتون څخه ليدنه وکړه او له يو شمېر ناروغانو څخه يې د روغتون د مسوولينو د چال چلند په هکله پوښتني وکړې. د ميرويس روغتون مسوولينو کندهار والي ته د روغتون په اړه هر اړخيز معلومات ورکړل او د دې روغتون سرطبيب ډاکټر داود فرهاد وويل چي دا دحوزې په کچه يوازينی لوى روغتون دى چي دکندهار ترڅنګ له هلمند، زابل او اروزګان ولايتونو څخه پر عاجلو پېښو سربېره جراحي عمومي،داخله،نسايي، ولادي او ساري ناروغيو په څانګه کي سلګونه ناروغان تداوي کيږي. نوموړي زياته کړه چي دوی د طبي پرسونل له کمبود او د اعاشې لپاره دمناسبي بودجې له کمښت سره مخ دي، چي بايد د دې ستونزو اساسي غم وخوړل سي. فرهاد وويل اوسمهال دسره صليب نړيواله کمېټه دروغتون په اکمال کي مرسته کوي، مګردناروغانو شمېر ته په کتو بسنه نه کوي. کندهاروالي ډاکټر همايون عزيزي دميرويس روغتون له بېلابېلو څانګو څخه د ليدني تر څنګ د روغتون مسوولينو ته وويل چي په نسايي او ولادي څانګه کي ښځينه ډاکټرانو ته ډېره ونډه ورکړي. والي ژمنه وکړه چي ولايت مقام له ميرويس روغتون سره په تمامه معنی همکار دی او ويې ويل ولايتي اداره چي څومره امکانات لري، هغه به له روغتون څخه ونه سپموي. ښاغلي عزيزي د ميرويس روغتون له مسوولينو څخه مننه وکړه چي په دومره کمو امکاناتو د خپلو هيوادوالو د روغتيا پالنه کوي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery