مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-06-27   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

پاکستان وایي طالبانو ته یې ویلي چې د ولسمشر غني حکومت په رسمیت وپېژني

احمد فیصل
پاکستان وايي دوی د افغان سولې په خبرو اترو کې يوازې اسانتيا برابروي او افغان طالبانو ته يې د جګړې د ختمولو لپاره څرګند پيغام ورکړی دی. پاکستان ويلي دوی افغان طالبانو ته څرګنده کړې چې پاکستان ددوی د وسله والې جګړې ملاتړ نه کوي، دوی بايد د ولسمشر اشرف غني حکومت په رسميت وپېژني او سياسي ژوند ته دې راوګرځي. د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت مرستيال اعزاز احمد چوهدري ویلي د افغان حکومت او وسله والو مخالفينو تر منځ په خبرو اترو کې پاکستان يوازې اسانتيا برابروي. نوموړي زياته کړه چې که څه هم افغان حکومت خبرو اترو ته لېواله دی، خو وسله وال طالبان د خبرو اترو په تړاو په دوو ډلو وېشل شوي ، ځينې يې خبرو اترو ته چمتو او ځينې يې دې ډول خبرو اترو ته چمتو نه دي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery