مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-06-27   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

وانټ وایګل ولسوالي بېرته افغان ځواکونو نیولې ده

احمد فیصل
د نورستان والي حافظ عبدالقیوم وایي چې دولتي ځواکونو پرون مازیګر مهال د وانټ وایګل ولسوالي بیرته نیولې ده. تر دې مخکې پرون سهار سلګونو وسلوالو طالبانو د ډله ییز برید په ترڅ کې دغه ولسوالي نیولې وه. د نورستان والي حافظ عبدالقیوم وايي ولسوال او نور دولتي ځواکونه د ولسوالۍ ودانې ته رسیدلي او په سیمه کې چاڼیز عملیات پیل شوي دي. د وانګ وایګل ولسوال رحمت الله وايي چې دی پخپله ولسوالۍ ته رسیدلی او دافغانستان ملي بیرغ یې یو ځل بیا پر ولسوالۍ درولی دی. نوموړی وایي چې تر اوسه یې د څلورو پولیسو جسدونه موندلي او ۱۷ هغه پولیس چې نادرکه شوي وو، بیرته له دوی سره یو ځای شوي دي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery