مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-06-27   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

د ملکي هوايي چلند د ادارې په یوه تړون کې ۲۰۰ میلیونه ډالر سپما شوي

احمد فیصل
سرچینه : همیانۍ ورځپاڼه
افغان حکومت وايي چې د هوايي چلند په یوه تړون کې یې ۲۰۰ میلیونه ډالره سپما کړي دي. د ولسمشرۍ له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې پرون د ولسمشر اشرف غني په مشرۍ د تدارکاتو د ملي کمېسیون اوونیزه غونډه وشوه.په خبرپاڼه کې ویل شوي چې په دغه ناسته کې چې د جمهوري ریاست دویم مرستیال قانونپوه محمدسرور دانش او اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله هم حضور درلود، د ملي دفاع، کورنیو چارو، ټرانسپورټ، مالیې، کرنې او پوهنې وزارتونو او د ملکي هوایي چلند خپلواکې ادارې قراردادونه وارزول شول.سرچینه وايي په غونډه کې ځینې قراردادونه منظور او ځینې یې د زیات دقت او لازمو اصلاحاتو په خاطر بلې غونډې ته پاتې شول.د ولسمشرۍ د مبطوعاتي دفتر په خپرپاڼه کې ویل شوي چې د ملي تدارکاتو کمیسیون پرېکړه وکړه، چې د پوهنې وزارت د ۶۲ میلیونه افغانیو په ارزښت د تصویب شوي قرارداد په اساس به دری میلیونه ټوکه کتابونه داخلي مطبعو ته د چاپ لپاره ورکړل شي له دغو کتابونو څخه به ۲،۱میلیون زده کوونکي ګټه واخلي.تر دې وړاندې حکومت کورنيو چاپخونو ته ویلي وو چې دا کتابونه باید په ۲۰ ورځو کې چاپ کړي، خو د چاپخونو مسئولینو ویل چې دوی په دومره لږ وخت کې د دومره زیات شمېر کتابونو د چاپ وړتیا نه لري. د ولسمشرۍ د خبرپاڼې له مخې د ملي تدارکاتو د کمېسیون په پرونۍ غونډه کې همدارنګه د ملکي هوایي چلند خپلواکې ادارې په یوه قرارداد کې له ۲۰۰ میلیونه ډالره زیاته سپما وشوه.دغه راز د خوست ولایت د هوایي ډګر د قرارداد په اړه پرېکړه وشوه چې د خوست والي به یاد قرارداد د لا شفافیت په موخه په دقت او هر اړخیزه توګه وارزوي.د ملي تدارکاتو کمیسیون په غونډه کې د ملي دفاع وزارت ته د یاد وزارت د قراردادونو له ارزولو وروسته لارښوونه وشوه چې د درملو قراردادونه دې د عامو اجناسو له تدارکاتي پروسې څخه وایستل شي او خاص تدارکاتي چوکاټ دې ورته جوړ شي.جمهور رئیس غني له سیستیکا ادارې څخه مننه وکړه، چې د ۸،۹ میلیارده افغانیو پخواني پاتې رقم په اړه یې د ملي تدارکاتو کمیسیون ته معلومات ورکړل او پرېکړه وشوه چې د ملي دفاع وزارت سرپرست وزیر به د دغو ۸،۹ میلیارده افغانیو د لګولو لپاره ځانګړی پلان جوړوي.جمهور رئیس دغه راز له سیستیکا ادارې مننه وکړه چې د کورنیو چارو وزارت د ۹۲۵ قراردادونو له جملې څخه یې په ۸۸۸ قراردادونو کې د قانوني ستونزو په تشخیص کې برخه اخیستې او په اړه یې د ملي تدارکاتو کمیسیون سره همکاري کړې ده .د ډاکټر قادر ودان په مشري د متخصصینو ټیم ارزونه ښیي چې د ۲۰۱۶ م کال تر پایه پورې په افغانستان کې د پاسپورټونو چاپ ممکن دی، خو تر هغه وخته باید د اړتیا وړ یو میلیون پاسپورټونو د چاپ لپاره پخواني قرارداد ته دوام ورکړل شي.په غونډه کې د مالیې وزارت د ساختماني قراردادونو په اړه پرېکړه وشوه، چې د ملګرو ملتونو ادارې په ځانګړي ډول UNOPS اداره باید د ساختماني قراردادونو په داوطلبۍ کې برخه وانخلي، خو د دغه کار د تدریجي تطبیق د انتقال لپاره باید یوه طرحه چمتو شي.تر دې وړاندې حکومت ادعا کړې وه چې د تدارکاتو د کمېسیون له لارې تر پنځه میلیارده افغانیو ډېرې پیسې سپما شوې دي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery