مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-06-29   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

په کجکي کې یوه بوجۍ اوړه په ۱۶ زره کلدارې شوي

احمد فیصل
د کجکي خلک او مشران وايي چې په دې ولسوالۍ کې عام خلک او امنيتي ځواکونه د خوراکي توکو له کمښت سره مخ دي او زياتوي چې دولتي ځواکونه کافي وسلې هم نه لري. دغه څرګندوني د يادې ولسوالۍ اوسېدونکو او قومي مشرانو د دغه ولايت والي او نورو چارواکو ته په داسې حال کې وکړې چې ياد چارواکي د امنيتي حالاتو د جاج اخيستو په موخه دې ولسوالۍ ته ورغلي وو.د کجکي د سيمه ييزو پوليسو قوماندان محمديوسف وويل که په دې ولسوالۍ کې د امنيت ټينګښت ته ځانګړې پاملرنه ونه شي، ډېر ژر به د کجکې د اوبو بند او نورې سيمې د طالبانو لاس ته ولوېږي.د ده په وينا، له يوې مياشتې راهيسې د کجکې لاره بنده ده چې له امله امنيتي ځواکونو ته وسلې او مهمات او عامو خلکو او امنيتي ځواکونو ته خوراکي توکي نه دې رسېدلي. هغه زياته کړه:« موږ له والي او نورو مسوولينو څخه د پيسو غوښتنه نه کوو، د لارې خلاصېدو غوښتنه کوو، څو خوراکي توکي راشي، سرتېرو ته مو مهمات ورسول شي او ټپيان مو په اسانۍ سره تر مرکز پورې ولېږدول شي.»د کجکې د ټولنيزي شورا مشر حاجي نېک محمد هم وايي چې په دې ولسوالۍ کې خلک او امنيتي ځواکونه د خوراکي توکو له کمښت سره مخ دي.د هغه د معلوماتو له مخې، په دې ولسوالۍ کې د يوې پنځوس کيلويي بورۍ اړو بيه تر ١٦زرو کلدارو پورې ده چې عامو خلکو ته يې پېرل ګران کار دى.هغه زياته کړه:« په دې ولسوالۍ کې نا امني ډېره ده هغه کورنۍ چې دولت پلوې دي، د بازار په دوکانونو کې اوسېږي او شمېر یې هم يولس سوه کورنيو ته رسېږي خو ډوډۍ نه لري.» دغه راز د کجکي اوسېدونکي حاجي صالح محمد وويل:« موږ بې غيرته نه يو، ماشومانو او ښځو ته مو ډوډۍ پيدا کړئ، تر مرګه پورې جنګېږو.» د هلمند والي ميرزاخان رحيمي وويل چې له امکاناتو سره سم به د کجکي د امنيت د ټينګښټ او د لارې د خلاصون په موخه اقدامات وکړي. رحيمي وويل، په کجکي کې ځينو طالبانو د داعش په نوم وسلې اخيستې او د دولت پر وړاندې جګړه کوي. کجکي د هلمند په شمال ١١٥ کيلومترۍ کې پرته ولسوالي ده چې له اروزګان او کندهار ولايتونو سره هم ګډه پوله لري او د کجکې د برېښنا بند هم په دې ولسوالۍ کې موقعيت لري
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery