مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-07-02   مخپرونکئ : 114 - دبېنوالیکوال- کـ

د روژې پنځلسمه تحفه

نثار احمد صمد
سرچینه : بیلابیل
لیکوال : نثار احمد صمد د روژې پنځلسمه تحفه ګرانو دوستانو ، روژه مبارکه هم نیمایی ته ورسیده او خدای دی وکړی چی تیرو برخو څه نا څه معنوی ، روحانی او ایمانی ګټه رسولې وی . ښایی هغو کسانو ته چی د دین په چارو کی کهالت او عطالت لری ، که نور څه نه وی اقلأ معلوماتی خو واقع سوي وی ! څه معلومه ده چی ژوند به نوره یاري هم وکړی که یا ؟! څومره ناوړه او غلط کارونه مو کړي دي ؟! آیا یوه ذره ګټه یې رارسولې ده ؟ راځی چی نور نو په ځان کی بدلون راوړو تر څو الله تعالی مو روان حالت رابدل کړی ( القرآن ) ؛ که نه همدا په اصطلاح آش او همدا کاسه به وی او خوله به مو راسوځوي . نو دا هم پنځلسمه تحفه ، ستاسو د ځوابونو په طمع . والسلام ( ن . صمد، nsamad57@hotmail.com ). پوښتنی : ۱ ـ د سورهً آل عمران په کوم آیت کی د رسول الله (ص) مبارک نوم ( محمد ) ذکر سوی دی ؟ ۲ ـ په سورهً النسأ کی د چا حقوق ډیر بیان سوي دي ؟ ۳ ـ د سورهً آل عمران په کوم آیت کی د حضرت عیسی (ع) د ژوندي پورته کولو بیان سوی دی ؟ ۴ ـ په سورهً نسأ کی تر ټولو اول د کوم پیغمبر نوم راځي ؟ ۵ ـ د المایًده معنی څه ده ؟ ۶ ـ که یو ناروغ د روژه نیولو له امله د ناروغۍ تشویش لری یا یې مریضي زیاتیږی یا د ناروغۍ د اوږدېدو اندیښنه یې وی او روژه ماته کړی نو څه کیږی ؟ الف : قضایی باید ونیسي ؛ ب : قضایی او کفاره دواړه باید ادا کړی ؛ ج : روژه قطعأ نسي ماتولای ؛ د : نه قضایی او نه کفاره لری . ۷ ـ داسی زوړ شخص چی په آینده کی د کمزورۍ له امله قضایی روژه نه سي نیولای نو د هری روژې په بدل کی باید فدیه ورکړي . دا فدیه څه مقدار وی ؟ الف : د یوې صدقهً فطر مقدار ؛ ب : په یو مسکین تر ماړه نسه ډوډۍ خوړل ؛ ج : په درو مسکینانو ډوډۍ خوړل ؛ د : په اوو مسکینانو ډوډۍ خوړل . ۸ ـ اسلام د اخلاقو په اړه څه وایی ؟ الف : بېله هغه ایمان نیمګړی ( نامکمل ) دی ؛ ب : پر خپلو اعمالو خوشحاله کېدل ؛ ج : د کافرانو او منافقانو څخه ځان ګوښه کول ؛ د : دین ته رابلل او تبلیغ کول . ۹ ـ پنځه لمونځونه کله فرض سول ؟ الف : د اسرأ او معراج پر مهال ؛ ب : د قدر په شپه ؛ ج : د بدر په غزا کی ؛ د : مدینې ته د هجرت څخه وروسته . ۱۰ ـ چا غوښتل چی معصیب بن عامر ووژنی خو د قرآن په اوریدلو مسلمان سو ؟ الف : عباده بن صامت ؛ ب : اسید بن حضیر ؛ ج : معاذ بن حارث ؛ د : ټول غلط . او دا هم د نن زرین اصل : یو عالم ویلی دي : حیران یم چی خلک د ډاکټر په « خبره » حلال پریږدی ، خو د الله په « امر » حرام نه پریږدی !
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery