مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-07-03   مخپرونکئ : 114 - دبېنوالیکوال- کـ

د روژې شپاړسمه تحفه

نثار احمد صمد
سرچینه : بیلابیل
لیکوال : نثار احمد صمد د روژې شپاړسمه تحفه عزتمنو لوستونکو ، د روژې مبارکه میاشت تر نیمایی واوښته او مرحبا په الوداع سره بدله سوه . زموږ د ټولو ژوند هم کټ مټ د الوداع په حال کی دی . نن وی که سبا ، ملک الموت مو راګیروی . آیا څوک پوهیږی چی همدا روژه به پوره کړو ؟! آیا راتلونکې روژه به « دلته » یو که « هلته » ؟! نو څومره به ښه وی چی توښه همدا اوس لا برابره کړو او موقع له لاسه و نه باسو . یعنی زیات عبادت ، اطاعت ، ریاضت ، تلاوت او افادیت ته مخه کړو . دا هم د روژې شپاړسمه تحفه ، ستاسو د ځوابونو په امید . خو دوستانو ته باید ډاډ ورکړم چی د ټولو برخو ځوابونه به د روژې تر ختمېدو وروسته انشاالله خپاره کړم ، والسلام ( ن . صمد، nsamad57@hotmail.com). پوښتنی : ۱ ـ د قرآن مجید په کوم سورت کی د اوداسه ذکر سوی دی ؟ ۲ ـ په سورهً الانعام کی د کوم پیغمبر نوم څلور واره ذکر سوی دی ؟ ۳ ـ د المایًده لفظ د المایًده سورت په کوم آیت کی راغلی دی ؟ ۴ ـ د سورهً التوبه بل نوم څه دی ؟ ۵ ـ په سورهً المایًده کی د کوم پیغمبر نوم درې واره راغلی دی ؟ ۶ ـ سترګی تورول ، سر غوړول ، پیغور ورکول ، چغلي کول پر روژه څه اثر کوی ؟ الف : روژه ماتوي ؛ ب : روژه نه ماتوی ؛ ج : روژه ماتوی او باید قضایی راوګرځول سی ؛ د : باید قضایی او کفاره دواړه ادا سی . ۷ ـ که روژه لرونکی خپل نوکان واخلی یا وریښتان لنډ کړی یا سر وخریی نو ؟ الف : روژه یې ماتیږی ؛ ب : روژه یې نه ماتیږی ؛ ج : روژه یې مکروه کیږی ؛ د : ټوله غلط دي . ۸ ـ د مور او پلار تر وفات وروسته د هغوی حقوق څه دي ؟ الف : ښه نوم ګټل ، ښه تعلیم حاصلول ، واده کول ؛ ب : چا ته تکلیف نه ورکول ، د مشرانو احترام کول ، شرعیت منل ؛ ج : د مغفرت دعا ، د قبر زیارت ، د نفلي او مالي صدقو ثواب وربخښل ؛ د : تل د هغوی د ناز او مهربانیو یادول . ۹ ـ پیغمبر صلی الله علیه وسلم د معراج په شپه څنګه آسمان ته ولاړ ؟ الف : جسمأ او روحأ ؛ ب : یوازی روحأ ؛ ج : په خوب کی ؛ د : په تصور کی . ۱۰ ـ رسول الله (ص) څونه موده د ثور په غار کی پاته سو ؟ الف : درې ورځی ؛ ب : یوه هفته ؛ ج : یوه شپه او ورځ ؛ د : څلور ورځی . او دا هم د نن زرین اصل : که دي د دنیا په محکمه کي عدالت پیدا نکړ نو خپله دوسیه د آخرت و محکمې ته پرېږده ، ځکه چي هلته شاهدان پرښتې (ملایکی) دي او ستا دعوه ساتلې ده او قاضي هم رب العالمین دی !
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery