مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-07-05   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

اسانه نه دي

څولیزی


 ستــا هېرول اسانــه نـه دي اشنــا
 اور تــه دانګل اسانــه نه دي اشنــا
 د یو بېوزلــي او خوارځواکــه انسان
 وینــې زبېښل اسانــه نه دي اشنــا
 چاړه پــه لاس دچا دکـور مخې تــه
 خپــل ځان وژل اسانــه نه دي اشنـا
 دې ببر سـري او خیــرن سپندي تــه
 جنت بښـل اسـانـه نــه دي اشنــا
 ستــا د ماڼۍ څوکې او پورتــه اسمان
 زړونــه ګټل اسانــه نـه دي اشنــا
 زما زړګــی او داخاورینــه کــوډل
 هر یو مــې خپل اسانـه نه دي اشنــا
 ځان تــه دې خېر او بل تـه شر رسېږي
 ځــان سمــول اسانـه نه دي اشنــا

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery