مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-07-25   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

افغان حکومت یوازې ۱۲ هغه شاخصونه عملي کړي چې د لندن په کنفرانس کې یې ژمنې کړې وې

احمد فیصل
د لندن په کنفرانس کې د افغان حکومت له لوري د ژمنو شویو ۳۸ اصلي او فرعي شاخصونو له ډلې ۱۲ یې عملي شوي او د ارزونو له مخې د کال په نیمايي کې د ملي بودجې کسر ۱۰ میلیارده افغانۍ بلل شوی دی. د کابینې په غونډه کې چې پرون د ولسمشر غني په مشرۍ جوړه شوې وه د مالیې وزیر د لندن د کنفرانس د ژمنو په اړه معلومات وړاندې کړل او ویې ویل چې پر ۲۱ نورو شاخصونو عملا کار روان دی. سرچینې ویلي چې کابینې د مالیې د وزیر راپور تایید کړی او اړوندې ادارې یې موظفې کړې چې ژر تر ژره د عدلي او قضايي سکټور د اصلاح پلان، په سوداګریزو جوازونو کې اصلاحات، د ایسا ادارې د رول د وضاحت، د زېربنايي، د ښځو د اقتصادي ځواکمتیا د پلان مسوده او د ظرفیت لوړولو د پروګرام پایلې چمتو او د کابینې راتلونکې غونډې ته وړاندې کړي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery