مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-07-26   مخپرونکئ : 090 - دبېنواخبریال -کابل

ملي پيوستون د کندهار لپاره سږکال ۵ ميليونه ډالر بودجه تخصيص کړې

لودين
د ملي پيوستون د مرکزي او جنوبي حوزو مسوول احمدولي عزيزي وويل سږ کال يې په کليو کي د بيارغوني لپاره د هيواد په کچه ۲۶۵ ميليونه او د کندهار لپاره ۵ ميليونه ډالر بودجه تخصيص کړې ده. نوموړي دا څرګندوني له کندهار والي سره د ليدني پر مهال وکړې. په دې ليدنه کي د کندهار والي ډاکټر همايون عزيزي تر څنګ د ملي پيوستون پروګرام د مرکزي او جنوبي حوزو مسوول احمدولي عزيزي، په کندهار کي د دغه پروګرام مسوول منيراحمد او څو نورو اړوندو کسانو ګډون کړی وو. احمدولي عزيزي وويل چي د تېر کال يو شمېر پرمختيايي پروژې يې بشپړي کړي او ځيني لا هم دوام لري. نوموړي زياته کړه چي که په هره ولسوالي کي امنيت وي، هلته پروژې ژر او په ښه کيفيت عملي کيږي او په کومو کي چي ناامني وي، هلته پرمختيايي پروژې ټکنۍ وي. نوموړي هيله وښوده چي که د يوې ولسوالۍ څو شوراګاني سره راغونډي او د ټولو پيسې پر يوه لويه پروژه چي ګټه يې ټولو ته رسيږي، ولګول سي، نو دا به د کارونو د چټکۍ او د خلکو د ګډي هوسايني سبب وګرځي. نوموړي د بېلګي په توګه د ۴۳ شوراګانو راغونډېدل او د خاشه کشي کوتل د رغولو پر سر بحث ياد کړ. نوموړي وويل په تېرو وختونو کي يو شمېر زورواکو او چارواکو د پروژو په تطبيق کي لاسوهنه کوله او په پيسو کي يې د حيف و ميل توقعات درلودل، خو د نوي والي له راتګ سره د دوی توقعات کم سوي او هيله يې وښوده چي په کلکه د دې خلکو مخه ونيول سي. د کندهار والي ډاکټر همايون عزيزي د ملي پيوستون د پروژو د ستايني تر څنګ وويل تر دې وروسته هيڅوک حق نه لري چي له قانوني پروسې پرته د پرمختيايي شوراګانو پيسې وباسي. کندهار والي زياته کړه هغه څوک چي په ښار کي د ولسوالۍ يا کلي د پرمختيايي شورا مشري کوي، حق نه لري چي د کلي د خلکو استازیتوب وکړي، ځکه تېرو وختونو ته په کتو يو شمېر کسانو په ښار کي د ولسوالیو د خلکو استازيتوب کاوه او په دې شکل په پروژو کي ډېر فساد کېدی. نوموړي سپارښتنه وکړه چي په طرزالعمل کي بايد تغير راوستل سي تر څو هغه کسان چي په کلي کي نه اوسيږي، د پرمختيايي شورا د مشر په توګه نه منل کيږي. ښاغلي عزيزي د ملي پيوستون پروګرام په کارونو کي د شفافيت هيله وښوده او ويې ويل چي په تدريجي ډول به د کليو پراختيا رياست په کارونو کي هم شفافيت رامنځته کړي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery