مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-07-26   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

نیول شوي سرتېري د ضمانت اخیستو په بدل کې خوشي شوي

احمد فیصل
وسلوال طالبان وايي، هغه ١٢٠ سرتېري چې د بدخشان ولايت د وردوج ولسوالۍ په تيرګران سيمه کې د دوى له لوري نيول شوي و، د ضمانت اخيستو په بدل کې ازاد کړي دي.له تېرو څو ورځو راهيسې د امنيتي ځواکونو او طالبانو تر منځ د تيرګران په سيمه کې سخته نښته روانه وه، چې په پايله کې دغه پوځي مرکز له څلور ورځو کلابندۍ وروسته د طالبانو لاسته ورغى او په ترڅ کې يې له سلو زيات امنيتي ځواکونه د دوى له لوري ونيول شول.د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد ویلي چې دغه شمېر پوليس چې له کلابندۍ وروسته دوى ته تسليم شوي، پرون د سپين ږيرو په منځګړيتوب او د پرېکنده تضمين په پايله کې چې له دې وروسته به د امنيتي ځواکونو له ليکو سره نه يو ځاى کېږي؛ پريښي دي.هغه وويل چې دغو پوليسو پرون په دې شرط سره خپله قرارګاه او وسلې طالبانو ته تسليم کړې چې په تضمين ورکولو سره خوشي شي او دوى له دولت سره له همکارۍ پښېماني څرګنده کړې ده.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery